د الله تعالی پر توکل په اړه يوه کيسه: قصص او عبر
السبت _7 _مارس _2026AH admin
دا پېښه له صحابي جليل جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روايت شوې ده، هغه وايي:
مونږ د رسول الله ﷺ سره د نجد پر لور يو غزا ته ووتلو. بيا مونږ له رسول الله ﷺ سره داسې يوې درې ته ورسېدو چې ډېر اغزي لرونکي ونې (عضاه) پکې وې. نو رسول الله ﷺ د يوې ونې لاندې دمه شول او خپله توره يې د هغې د ونې په يوه څانګه راځوړند كړه
راوي وايي: خلک په دره کې خپاره شول او د ونو تر سيورو لاندې کېناستل. رسول الله ﷺ وفرمايل: يو سړی زما خوا ته راغی، په داسې حال کې چې زه ويده وم، هغه توره راواخيسته. کله چې زه راويښ شوم، نو هغه زما پر سر ولاړ و، او ما يوازې دومره وليدل چې توره يې په لاس کې لوڅه (راايستلې) وه.
هغه راته وويل: ته له ما څخه څوك ژغوري؟ (وساتي) ما وويل: اللهﷻ
بيا يې دوهم ځل وويل: ته له ما څخه څوك ژغوري؟
ما وويل: الله ﷻ ، نو هغه توره بېرته په تېکه (غلاف) کې واچوله، او دا دی همدلته زما مخې ته ناست دی.
بيا رسول الله ﷺ نه ورسره څه بد سلوك وکړ او نه يې سزا ورکړه، بلکې هغه همداسې ناست پاتې شو.دا حديث شريف صحيح البخاري روايت کړی دی.






شاركنا بتعليق
بدون تعليقات حتى الآن.