د الله تعالی په طرف متوجه كېدو لمحه
الأحد _14 _ديسمبر _2025AH admin
د الله تعالی په طرف متوجه كېدو لمحه: د الله ﷻ سره د اړیکې ارزښت او د نزدې والي او عاجزۍ لمحو د ګټې اخیستنې اهمیت، تر څو د هغه رحمت او هدایت تر لاسه کړو. الحمد لله، او اللهم صل على رسول الله ﷺ.
د الله تعالی فرمایلي دي (الله نزل احسن الحديث كتابا متشابها مثاني تقشعر منه جلود الذين يخشون ربهم) ترجمه : الله ﷻ تر ټولو غوره خبرې (قرآن كريم ) نازل کړي دي ، دیر خایسته چی کتاب دی ، یوشان بیا بیا بیانیږی ، ویخته جګیږی ، دهغه نه په څرمنو دهغه کسانو چی ویړه کوی ، دخپل رب ..)
او همدارنګه فرمایلي: (واذا تتلى عليهم ايات الرحمن خروا سجدا وبكيا)
“او کله چې د رحمان آیتونه پرې ولولې شي، نو سجدې ته پراته شي او ژاړي.”
عمر فاروق رضی الله عنه ويل : اې الله! دا خو سجدې دی، خو ژړا یې چیرته ده؟”
په داسې حال کې چې د هغه په مخ دوه تورې کرښې د ژړا له امله پیدا شوې وې.
حنظله الاسدي رضي الله عنه نبی ﷺ ته وویل: کله چې مونږ ستاسو په حضور کې وو، دوزخ او جنت داسې په ذهن کې راځل لکه چې زمونږ په سترګو کې وي، خو کله چې له تاسو وځو او د خپلو ښځو، اولادونو او کورو چارو ته لاړو، ډېر څه مو هېر کړل.)
نبی ﷺ وفرمایل: (زه قسم کوم د هغه ذات پر کومه چې زما جان ده! که تاسو همېشه هماغه حالت كي وسي، چې زما په حضور کې یاست، او په ذکر کې یاست، فرښتې به تاسو سره ، په فرشونو كي او په لارې كي مصافحه وکړي ، خو، اې حنظله، یو وخت د دې ، او یو وخت دي.) (رواه مسلم) یعنې: یو وخت د الله ﷻ ، یادولو ، او د زړه حضور ، او د عبرت وخت وي، او یو وخت انسان په دنیا بوخت وي.
ابن القیم رحمه الله فرمایل: که ته د الله ﷻ په حضور کې د یوه لمحه په بدل کې د نوح علیه السلام د عمر او د قارون د شتمنۍ اندازه ورکړې، بیا به هم په خساره کې وې.
ځکه چې د الله ﷻ په حضور کې یوه لحظه ډیره قیمتي ده. دا هغه وخت دی چې زړه ژوندی کېږي، بدن رپېږي، سترګې اوښکې تویوي، روح تازه کېږي، نفس سکون مومي، او زړه ټول په بشپړه توګه خپل رب ته متوجېږي.
دا وخت د اجابت، رحمت او قربت دی. دا د ټولې نړۍ د هر څه څخه لوړ ارزښت لري، ځکه پکې د الله رضا، ستر ثواب، د بندې سره د اللهﷻ نزدېوالی، اجابت، رحمت، د زړه ټینګښت، هدایت، تقوی، او د مستقیمې لارې ملاتړ شامل دی.
دا لمحات هر وخت نه راځي؛ دا د الله ﷻ له خوا پر هغو بندهګانو باندې ځانګړې هدايتې فرصتونه دي څوک چې په صداقت سره د الله ﷻ رضا غواړي، خپلې هوسونه او خواهشات پرېږدي، او ځان د الله پرته د هر څه نه خلاصوي، تر څو خپل رب د پاک زړه سره وویني.
نو بنده ته پکار ده : چې د دې لمحو او پرانستلو لپاره په جدي توګه هڅه وکړي. دا هغه لمحات دي چې انسان د الله د قربت او عاجزۍ په حالت کې وي؛ هغه لمحات چې انسان خپل ګناهونه او کوتاهي، د الله ﷻ عظمت او نعمتونه، د الله لوی فضل او ثواب، سخت عذاب، او د خپلو وروڼو حالتونه په ژور ډول په یاد راوړي، چې د سختۍ، مصیبتونو، او ننګونو سره مخ دي. همدارنګه آیتونه، حدیثونه، نصیحتونه، ذکرونه، پېښې، نعمتونه او د صفا حالونه په دې لمحو کې انسان ته د الله ﷻ انس ور کوي.
په دې وختونو کې الله په صادق بندګانو خپل سکینه نازلوي، زړه ژوندی کوي، او د زړه توجه ځانته جلبوي.
نو، ای ګرانو! د الله د کرمونو او نعمتونو ترلاسه کولو لپاره ځان چمتو کړئ:
اې الله ﷻ ! موږ ته د خپل رحم یوه برخه، د خپل نعمت راکړه، چې د زړه هدایت وکړي، مشکلات او غمونه لرې کړي، ټپيان بېرته جوړ کړي، سختې اسانه کړي، قیدیان خوشې کړي، ګمراه سم کړي، او حالتونه اصلاح کړي . آمین.






شاركنا بتعليق
بدون تعليقات حتى الآن.