چلند او باورونه
الأحد _14 _ديسمبر _2025AH admin
د شیطان نه د الله تعالی پناه غوښتلو (استعاذه) ګټې – برخه ۳
له دې ګټو څخه یوه دا ده چې شیطان تر ټولو ډېر هغه مهال په انسان پسې ډېر هڅاندېږي کله چې انسان د خیر کار کولو اراده وکړي، یا د خیر په کار کې داخل شي. په هماغه وخت کې یې وسوسې او د برید هڅې ډېرېږي څو هغه د خیر له عمله منع کړي.
په صحیح حدیث کې راځي چې رسول الله ﷺ وفرمایل: (پرون شپه یو شیطان پر ما ناڅاپي راخوشې شو، او غوښتل یې چې زما لمونځ راته خراب کړي)
هرڅومره چې کوم عمل د بنده لپاره ګټور او د الله په نزد محبوب وي، همغومره شیطان پرې اعتراض او خنډ ډېر جوړوي.
په “مسند امام احمد” کې د سبره بن ابی فاکه ؓ حدیث دی، چې وایي:
ما د رسول الله ﷺ اورېدلي دي چي هغه فرمايلي : (شیطان د آدم د زوی پر ټولو لارو کې کینې.لومړی د اسلام پر لار ورته کښېني او وایي: اسلام قبلوې او د خپلو پلرونو دین پرېږدې؟خو هغه د شيطان نافرماني کوي او مسلمان کېږي.وروسته د هجرت پر لار ورته کښېني او وایي: هجرت کوې او خپله ځمکه او اسمان پرېږدې؟ د مهاجر مثال د اوږدو زنجیرونو په منځ کې د بند اس په شان دی!خو هغه بیا هم د شیطان نافرماني کوي او هجرت کوي.بیا د جهاد پر لار ورته کښېني – چې د نفس او مال جهاد دی – او وایي: جګړه کوې؟ وژل کېږې! ښځه دې بل څوک نکاح کوي او مال دې وویشل شي) . نو شیطان د انسان د هر خیر په لار کې کمین نیولی وي.
او هغه په ځانګړي ډول د قرآن كريم په تلاوت کې په کمین وي. نو الله بنده ته امر کړی چې د خپل دښمن پر وړاندې چې د خیر په لار یې ورباندې برید کوي، لومړی د الله ﷻ نه پناه وغواړي، بیا تلاوت پیل کړي. لکه څنګه چې یو مسافر چې د لارې وهونکی ورمخې ته شي، لومړی ځان د هغه له شره خلاصوي، بیا خپله لاره جاري کوي.
له دې ګټو څخه دا هم ده چې د قرآن له لوستلو مخکې استعاذه دا اعلان او نښه ده چې اوس را روان کلام د الله ﷻکتاب دی. همدا وجه ده چې د الله ﷻ د کلام نه پرته هېڅ بل کلام مخکې د استعاذې مشروعیت نه لري.استعاذه د اورېدونکي لپاره یوه نغوته ده چې: اوس د الله ﷻ پاک کلام راځي، نو ځان ورته چمتو کړه.
همدارنګه د قاري لپاره هم مشروع ده، که څه هم هغه یوازې وي، د همدې حکمتونو په خاطر. دا د استعاذې ځینې ګټې دي.
حواله إغاثة اللهفان في مصايد الشيطان، ط عطاءات العلم، ص ۱۶۱)






شاركنا بتعليق
بدون تعليقات حتى الآن.