دعقیدي غلطۍ : د دې حدیث په فهم كي خطائي

الأحد _14 _ديسمبر _2025AH admin
دعقیدي غلطۍ : د دې حدیث په فهم كي خطائي

له فضیلت‌الشیخ ابن عثیمین رحمه الله تعالى نه پوښتنه وشوه:
“ایا دا خبره سمه ده چې مړی د خپل کورنیو د ژړا له امله عذابېږي؟”
شیخ رحمه الله تعالى داسې ځواب ورکړ:
هو، مړی د خپلو خپلوانو د ژړا له امله عذابېږي، ځکه دا خبره د رسول الله ﷺ نه، په صحیح حدیث کې ثابته ده. خو علماوو په دې حدیث دلالت کې اختلاف کړی دی:
ځینو علماوو ویلي: حدیث په کافر محمول دی، یعنې کافر د خپلو خپلوانو د ژړا له امله عذابېږي، نه مؤمن. خو دا (خبره ) د حدیث له ظاهره مخالف دی، ځکه حدیث عام دی. او که د کافر تخصیص ورسره وکړو، نو بیا هم دا د بل د ګناه له امله د عذاب مانا لري، چې دا هم هغه ستونزه حل نه‌کوي.
ځینو نورو علماء ویلي دي: مراد دا دی چې مړی دې مخکې وصیت کړی وي چې د ده په مرګ دې ژاړي. نو ځکه چې هغه د دې کار امر کړی وي، نو د هغه په عذاب کې به برخه لري.
دریم قول دادي: هغه سړی چې پوهېږي د هغه اهل د خپلو مړو په ژړا عادت دي، خو هغوی یې له دې کاره نه دي منع کړي، نو د ده سکوت د رضا دلیل کېږي. او څوک چې د منکر څخه راضي وي، د منکر د فاعل په حکم کې دی.
خو دا درې واړه وجوه د حدیث له ظاهره خلاف دي؛ ځکه په حدیث کې د وصیت، رضا یا کوم قید یادونه نشته. حدیث په خپل ظاهر باندې دلالت کوي چې مړی د خپلوانو د ژړا له امله عذابېږي.
مګر دا د ګناه د سزا په ډول عذاب نه دی؛ ځکه مړي خپله کومه ګناه نه ده کړې چې پرې مجازات شي.بلکې دا عذاب د تکلیف، درد او تنګي په ډول دی؛ یعنې مړی د دوی په ژړا خبرېږي او زړه یې تنګېږي او تکلیف ویني.
او دا ډول تکلیف لازماً د عقوبت په مانا نه دی.
څنګه چې نبي ﷺ په سفر کې وویل: (سفر د عذاب یوه ټوټه ده)
حال دا چې سفر سزا نه ده، بلکې ستړیا، تکلیف، اندېښنه او ځورنه ده.
همدا ډول مړی په قبر کې د خپلوانو د ژړا له امله داسې تکلیف ویني، که څه هم دا د ګناه سزا نه ده.
حواله : مجموع فتاوى ورسائل العثيمين، 17/407)

شاركنا بتعليق


1 + تسعة =




بدون تعليقات حتى الآن.