لمونځ رڼا ده

السبت _7 _مارس _2026AH admin
لمونځ رڼا ده

علامه عبد الرحمن بن ناصر السعدي رحمه الله تعالی فرمایي چې الله عزوجل فرمايي:
(فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي) – د سورة طه: ۱۴ آیت
ژباړه: نو یواځې زما عبادت وکړه او زما د یاد لپاره لمونځ قائم کړه.
(فَاعْبُدْنِي) یعنې: زما عبادت وکړه – د عبادت هر ډول، که هغه ظاهري وي او که باطني، که هغه بنسټونه وي او که یې څانګې.
بیا الله  په ځانګړي ډول د لمانځه ذکر وکړ، حال دا چې لمونځ خپله د عبادت برخه ده؛ دا یې د لمانځه د فضیلت او لوړې مرتبې له امله ځانګړی یاد کړ.
او هم ځکه چې په لمانځه کې د زړه عبادت، د ژبې عبادت او د اندامونو (د بدن د غړو) عبادت ټول شامل دي.

شاركنا بتعليق


أربعة × ثلاثة =




بدون تعليقات حتى الآن.