اخلاق او ایمان
الأحد _15 _فبراير _2026AH admin
قبرو ته د جشن یا عبادت ځای جوړولو څخه پیدا شوي مفاسد (برخه ۳)
ابو محمد المقدسي رحمه الله عليه وفرمایل:که په قبرو باندې څراغ (روښنايي) ایښودل جائز وای، نو هغه څوک چې دا کار کوي پر هغه لعنت نه و.
خو پکې د دولت ضایع کول شامل دي په داسې کار کې چې هیڅ ګټه نه لري، او د قبرو د حد څخه زیات درناوی کول، چې د بتونو د درناوي په څېر خطرناک دی.
هغه زیاته کړه: په قبرو باندې جوماتونه جوړول جائز نه دي، ځکه چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل:لعن الله اليهود اتخذوا قبور أنبيائهم مساجد)
ترجمه : ( الله تعالی د هغو یهودو لعنت کړ چې د خپلو انبیاوو قبرو ته د عبادت ځای جوړ کړ )او دا روایت متفق عليه دی.
همدارنګه، ځکه چې قبرو ته د لمونځ یا عبادت لپاره ځانګړې ورکول، د بتونو سجده کولو او د هغوی نږدې کیدو په څېر دی. روایتونه وایي چې د بت عبادت د مرحومینو د درناوي څخه پیل شوی، د هغوی تصویرونه یا شکلونه جوړ کړي او د هغوی مخې ته لمونځ کړی دی.
ماخذ (إغاثة اللهفان في مصايد الشيطان) (1/356 ط عطاءات العلم)






شاركنا بتعليق
بدون تعليقات حتى الآن.