ثابت قدمي

الثلاثاء _21 _يوليو _2026AH admin
ثابت قدمي

د ثابت قدمۍ پيغامونه: هر وخت ثابت قدمۍ ته اړتيا:
الله سبحانه وتعالیٰ فرمايي: ﴿وَلَوْلَا أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلًا﴾ سورة الإسراء: (۷۴)
ترجمه : ( او که مونږ تاته ثابت قدمي نه وای درکړې، نو نږدې وه چې ته به لږ څه هم د هغوی طرف ته مائل شوی وای)
همدارنګه رسول الله ﷺ به له الله سبحانه وتعالیٰ څخه دا دعا کوله: (يَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ)
ترجمه : ( اې د زړونو اړوونکیه! زما زړه په خپل دين ثابت وساته .
کله چې رسول الله ﷺ، چې د ټولو انسانانو تر ټولو زيات هدايت موندلی ، او د الله سبحانه وتعالیٰ تر ټولو محبوب بنده و، د خپل ځان لپاره هم د ثابت قدمۍ دعا کوله، نو مونږ ته خو د دې دعا او له الله سبحانه وتعالیٰ څخه د ثابت قدمۍ غوښتلو لا زياته ضرورت او اړتيا ده .

شاركنا بتعليق


1 × واحد =




بدون تعليقات حتى الآن.