دا ګومان کول غلط دي چې له عصبي ناروغ څخه شرعي احکام ساقطېږي
الأثنين _12 _أكتوبر _2026AH admin
د عقیدې اړوند تېروتنې:
له محترم فضیلة الشیخ رحمه الله تعالی څخه پوښتنه وشوه:
یو کس د ډاکټر په وینا په یوې مزمنې عصبي ناروغۍ اخته دی، او د دې ناروغۍ له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دی؛ لکه پر مور او پلار لوړ غږ کول، له خپلوانو سره اړیکې پرېکول، بېقراري، شرم او وېره او داسې نور. آیا له دغه کس څخه د شرعي احکامو پابندي ساقطېږي؟ او آیا د دغو کړنو له امله پر ده څه ګناه شته؟ تاسو ورته څه نصیحت کوئ؟ الله تعالی دې تاسو ته غوره بدله درکړي.
هغه رحمه الله تعالی په ځواب کې وویل: تر هغه چې د هغه عقل پر ځای وي، شرعي احکام ترې نه ساقطېږي ، خو که عقل یې له منځه ولاړ شي او خپل هوش او حواس کنټرول نه کړای شي، نو په دې حالت کې هغه معذور دی.
زما نصیحت ورته دا دی چې ډېرې دعاوې وکړي، د الله عزوجل ذکر او استغفار زیات کړي، او کله چې غوسه پرې راشي، له رټل شوي شیطان څخه د الله ﷻ پناه وغواړي. هیله ده چې الله سبحانه وتعالی به د هغه دا تکلیف او ستونزه لرې کړي.
ماخذ : مجموع فتاوى ورسائل العثيمين، (17/۴۶۵)






شاركنا بتعليق
بدون تعليقات حتى الآن.