د أمير المؤمنين عمر رضي الله عنه او د أ ما المؤمنين عائشې رضي الله عنها کیسه – کیسې او عبرتونه
الأثنين _13 _أبريل _2026AH admin
محمد بن عمرو بن علقمه بن وقاص له خپل پلار څخه، او هغه له خپل نیکه څخه روایت کوي چې عائشه بنت أبي بكر رضي الله عنهما وایي:زه د خپل پلار أبو بكر الصديق رضي الله عنه د وفات په وخت كي حاضره وم، کله چې پر هغه بېهوشي راغله، ما دا شعر ولوست:هغه څوک چې تل خپلې اوښکې پټوي، یوه ورځ به خامخا تویې شي. نو هغه سر راپورته کړ او ویې فرمایل:ای لورې! داسې نه ده، بلکې د الله سبحانه وتعالی دا وینا ده: (وَجَاءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِيدُ).
ترجمه:د مرګ سختي په حق سره راغله، دا هماغه شی دی چې تا ترې تېښته کوله.
او بل روایت کې راځي چې کله د أبو بكر الصديق رضي الله عنه د وفات وخت رانږدې شو، نو عائشه بنت أبي بكر رضي الله عنهما یو شعر ولوست چې معنا یې دا ده:
په رښتیا درته وایم، مال انسان ته هېڅ ګټه نه رسوي، کله چې ساه تر ستوني ورسېږي او سینه تنګه شي.
نو هغه وفرمایل:داسې مه وایه، بلکې دا آیت ووایه:(وَجَاءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ)
بیا یې وفرمایل: ما تا ته یو باغ درکړی و، خو زما په زړه کې د هغه په اړه څه شک شته، نو هغه بېرته د میراث په توګه وګرځوه. هغې وویل: سمه ده.
بیا یې وفرمایل:له هغه وخته چې مونږ د مسلمانانو د چارو مسؤل شوي یو، مونږ د هغوی له ماله ، نه یو دینار او نه یو درهم اخیستی دي ، بلکې د هغوی ساده خواړه مو خوړلي او خشن کالي مو اغوستي دي، زمونږ سره د مسلمانانو له ماله هېڅ نشته، پرته له:یو حبشي غلام ، اویو د اوبو راایستلو اوښ ، او یوه زړې چادر ،نو کله چې زه وفات شم، دا ټول عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته واستوه. نو عائشه بنت أبي بكر رضي الله عنهما همداسې وکړه.






شاركنا بتعليق
بدون تعليقات حتى الآن.