د امارت د مسؤلیت څخه وېره : (قیصې او عبرتونه)

الأثنين _30 _مارس _2026AH admin
د امارت د مسؤلیت څخه وېره : (قیصې او عبرتونه)

سعيد بن المسيب رحمه الله تعالى بيان کوي : کله چې عمر بن الخطاب رضي الله عنه له مِنى څخه بېرته راوګرځېد، نو په الأبطح کې دمه شو، بيا يې د شګو يو ډك ځای جوړ کړ، پر هغه يې ځان وغځاوه او خپل لاسونه يې اسمان ته پورته کړل، بيا يې داسې دعا وکړه:
اې الله! زما عمر ډېر شوی دی، زما ځواك کمزوری شوی دی او زما رعيت ډېر زيات شوی دی؛ نو ما خپل طرف ته وبوله، په داسې حال کې چې نه زه کوتاهي کوونکی يم او نه د مسؤلیت ضايع کوونکی. بيا لا د ذو الحجة مياشت پای ته نه وه رسېدلې چې پر هغه بريد وشو او شهيد کړای شو. ماخذ : د سير أعلام النبلاء کتاب (طبع الرسالة) 1/88.

شاركنا بتعليق


واحد × 1 =




بدون تعليقات حتى الآن.