د امیر له طرف نه د علماوو او نېکو خلکو مرسته اخیستل –
السبت _6 _يونيو _2026AH admin
واقعات او نصیحتونه :
ابن سعد رحمه الله تعالى ، له محمد بن عمر څخه، هغه له ابن ابی الزناد څخه، هغه له خپل پلار څخه روایت کوي:
کله چې امیرالمؤمنین عمر بن عبدالعزیز رحمه الله تعالى مدینې ته د والي په توګه راغی، نو د ظُهر لمونځ ادا کولو وروسته یې لس لوی علماء راوبلل، چې په هغوی کې عروه، عبیدالله، سلیمان بن یسار، قاسم، سالم، خارجہ، ابو بکر بن عبدالرحمن، ابو بکر بن سلیمان بن ابی حثمه، او عبدالله بن عامر بن ربیعہ شامل وو.
بیا یې د الله سبحانه وتعالى حمد و ثنا بیان کړه او ویې ویل: (ما تاسو د داسې کار لپاره راغوښتي یاست چې پکې تاسو ته اجر هم شته، او مونږ ټول به د حق په کار کې یو د بل مرسته کوونکي شو، زه به هېڅ معامله ستاسو له مشورې پرته او یا ستاسو د موجودو کسانو له رأیې پرته نه پرېکوم، که له تاسو څخه څوك ظلم یا زیاتی وویني، یا د کوم عامل (مسؤول) له طرفه کوم ظلم تاسو ته ورسېږي، نو زه تاسو د الله ﷻ په قسم سره مکلف کوم چې هغه خبره ما ته ورسوي.). نو کله چې علماء دا خبرې واورېدې، هغوی ورته دعا وکړه او بیا له هغه ځایه جدا شول.
ماخذ : سیر أعلام النبلاء: (5/118).






شاركنا بتعليق
بدون تعليقات حتى الآن.