د سجدې حالت: د الله سبحانه وتعالیٰ د قرب راز او د هغه ستر فضيلت
الثلاثاء _21 _يوليو _2026AH admin
الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله ﷺ.
سجده د مؤمن په ژوند کې هغه ستر عبادت دی چې بنده په کې خپل رب ته تر ټولو ډېر نږدې وي، له همدې امله، قرآن او سنتو د سجدې ستر فضيلت بيان کړی دی، الله سبحانه وتعالیٰ فرمايي: ﴿وَمِنَ اللَّيْلِ فَاسْجُدْ لَهُ وَسَبِّحْهُ لَيْلًا طَوِيلًا﴾
ترجمه : او د شپې په يوه برخه کې هغه ته سجده کوه، او د شپې په اوږدو کې يې پاکي بيانوه،
او فرمايي: ﴿وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ﴾ ترجمه : سجده وکړه او د خپل رب نږدېوالی ترلاسه کړه.
همدارنګه فرمايي: ﴿وَهُوَ الَّذِي يَرَاكَ حِينَ تَقُومُ وَتَقَلُّبَكَ فِي السَّاجِدِينَ﴾
ترجمه : هماغه ذات دی چې تا ويني، کله چې درېږې، او د سجده کوونکو په منځ کې ستا ګرځېدل هم ويني.
او فرمايي: ﴿سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ﴾ ترجمه : د هغوی نښه د سجدو له اغېزې څخه د هغوی په څېرو کې ښکاره ده.
د لمانځه د ټولو ارکانو په منځ کې سجدې ته خاص مقام ورکړل شوی دی، او دا څو حکمتونه لري:
-ځکه رسول الله ﷺ فرمايلي دي: بنده خپل رب ته تر ټولو ډېر هغه وخت نږدې وي چې په سجده کې وي(نو بايد انسان تل دا ستر قرب په ياد ولري.
-الله سبحانه وتعالیٰ پر دوزخ اور حرام کړی چې د ابن آدم د سجدې غړي وسوځوي.
-سجده کوونکی د خپل بدن تر ټولو عزتمند غړی، يعنې خپل مخ، د خپل رب په وړاندې پر خاورو ږدي، او دا د مكمل عاجزۍ او بندګۍ څرګندونه ده.
-د سجدې ظاهري حالت د بنده فروتني، ماتې، اړتيا، کمزورۍ، بې وسۍ، بشپړې اطاعت او د الله سبحانه وتعالیٰ په وړاندې د مكمل تسليمۍ انځور وړاندې کوي.
له همدې امله، هر سجده کوونکی بايد هڅه وکړي چې دا ظاهري حالت د خپل زړه په رښتيني حالت بدل کړي. هغه بايد په خپل زړه کې د الله سبحانه وتعالیٰ عظمت، جلال، لطف، رحمت او له خپل بنده سره د هغه مينه راژوندۍ کړي، ځکه بنده خپل رب ته د عاجزۍ، ماتې، فروتنۍ او بشپړې بندګۍ له دروازې تر ټولو ډېر نږدې کېږي) له همدې امله رسول الله ﷺ خپل خادم ربيعه بن کعب اسلمي رضي الله عنه ته وفرمايل: (وغواړه، څه غواړې؟) هغه عرض وکړ: زه په جنت کې ستا ملګرتيا غواړم) رسول الله ﷺ وفرمايل:(له دې پرته بل څه نه غواړې؟)هغه عرض وکړ: (همدا مې غوښتنه ده) نو رسول الله ﷺ وفرمايل: (نو د ډېرو سجدو په کولو سره له ما سره د خپل ځان مرسته وکړه).
امام ابن قيم رحمه الله تعالی فرمايي: (سجده د لمانځه راز، تر ټولو ستر رکن او د رکعت پای دی، او له هغې مخکې ټول ارکان د سجدې لپاره د مقدمې په څېر دي).
همدارنګه رسول الله ﷺ وفرمايل:(په رکوع کې د خپل رب لويي بيان کړئ، او په سجده کې ډېرې دعاوې وکړئ، ځکه همدا هغه ځای دی چې د دعا د قبولېدو ډېره هيله پکې وي) حقيقت دا دی، که بنده د سجدې په حالت کې د خپل رب قرب په زړه سره احساس کړي، نو د خپلې سجدې به ډېر پام کوي، خپل زړه به حاضر ساتي او له خپل رب څخه به اوږدې او په اخلاص ډکې دعاوې غواړي. يوه شېبه فکر وکړئ! که د دنيا کوم ځواکمن او واکمن انسان مونږ ته ووايي:
(ما ته رانږدې شئ، خپلې ټولې اړتياوې راته بيان کړئ، زه به ستاسو هره غوښتنه پوره کړم)
نو زمونږ زړونه به د خپلو غمونو او اړتياوو د بيانولو لپاره بې قراره شي، سترګې به له اوښکو ډکې شي، او انسان به په ډېرو هيلو او شوق ورمنډه کړي ، نو بيا څومره د افسوس ځای دی چې مونږ د سجدې له دې ستر مقام څخه غافل کېږو، حال دا چې په همدې وخت کې مونږ هغه ذات ته تر ټولو ډېر نږدې يو، چې د جنت او دوزخ واك د هغه په لاس کې دی، د دنيا او آخرت ټول خيرونه د هغه په اختيار کې دي، او زموږ د ټولو حالاتو سمون هم يوازې د هغه په اراده پورې تړلی دی.
په الله قسم! که د رحمن مينه او د هغه د قرب يقين د يوې سجدې په ترڅ کې زړه ته ننوځي، نو خپور او ګډوډ زړه به د ايمان په رڼا روښانه شي، له خشوع او عاجزۍ څخه به ډك شي، او د سترګو اوښکې به د روح وچوالی خړوب کړي، تر دې چې مړ زړه به بېرته ژوندی شي ، الله ﷻ دې مونږ ټولو ته د خشوع، خضوع، اخلاص او د ډېرو سجدو توفيق راکړي، او زمونږ سجدې دې د هغه د رضا، قرب او د دعاوو د قبوليت وسيله وګرځوي. آمين






شاركنا بتعليق
بدون تعليقات حتى الآن.