د عقیدې غلطۍ
الثلاثاء _2 _ديسمبر _2025AH admin
د مړ شوي پر ځان ټپ وهل او مخ وهل — غلطۍ او حکم.
په یوه کلي کې یوه غلطه دود پوښتل شوې وه: کله چې څوک وفات شي، ښځې خپلې جامې ړنګوي، مخونه وهي، نوحه وايي. ځینې زده کوونکي هغوی ته نصیحت هم کوي، خو هیڅ ګټه نه کوي. سربېره پر دې، هغوی جنازې ته په همدې حالت کې د قبرستان پورې ځي او په لاره کې په خپلو سرونو خاوره اچوي. سړي هم کله چې مړی ښخ کړي، پر قبر کښېني، ژاړي او نوحه کوي. بیا د څلوېښتو ورځو وروسته د مړي لپاره خواړه پخوي او ټول خلک راوبولي، او د تعزیت په پای کې چای او قهوه پر ځمکه تویوي. د دې په اړه حکم څه دی؟
ځواب:
شيخ رحمه الله تعالی ویلي دي:دا عادت منکره او بدعت دی، او د ګمراهۍ کار دی.
پر مسلمان لازم دی چې د مصیبت پر مهال د الله سبحانه وتعالى د فیصلې او تقدیر رضا ولري، او پوه شي چې دا مصیبت لازمي و ځکه له مخکې لیکل شوی و. قلمونه وچ شوي، صحیفې تاو شوي دي ، هغه څه چې الله سبحانه وتعالى وغواړي هماغه به وي او هغه څه چې ونه غواړي، هېڅکله نه وي.
کله چې انسان دې حقیقت ته مطمئن شي، نو راضي کیږي.
علقمه رحمه الله تعالی د آیت کریمه په اړه وویل: ﴿مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ﴾ ترجمه: هیڅ کومه مصیبت نه رامنځته کېږي مګر د الله سبحانه وتعالى په حکم. او څوک چې پر الله سبحانه وتعالى ایمان ولري، الله جل جلاله، د هغه زړه سمه لارښوونه کوي).
یعنې هغه څوک چې مصیبت پرې راشي، پوه شي چې دا د الله سبحانه وتعالى لخوا دی، او هغه راضي او مطمئن وي.
—
د مصیبت په وخت کې د انسان فرض
انسان ته لازم دي چې: صبر وکړي، د ثواب هیله ولري، ځکه اصلي مصیبت هغه دی چې د ثواب څخه محروم کړي.
اوکله چې مصیبت راشي، دا دې ووایي: (إِنَّا لِلّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ، اللَّهُمَّ أْجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي وَاخْلُفْ لِي خَيْرًا مِنْهَا). ترجمه : (مونږ د الله ﷻ یو او موږ به هم د الله لوري ته ستنېږو. اې الله ! په دې مصیبت کې ما ته اجر راکړ، او د دې په بدل کې راته تر دې ښه بدیل راکړ.) هغه څوک چې دا ووایي، الله سبحانه وتعالى یې اجر ورکوي او له دې څخه غوره شيان یې ورکوي.
مثال د ام سلمه رضی الله عنها دی، چې د ابو سلمه ؓ سره ډېره مینه درلوده. کله چې هغه وفات شو، نو هغه دعا وکړه، سره له دې چې په زړه کې یې ویل: «ابو سلمه څخه غوره څوک دي ؟» خو د عدت په پای کې الله ورته د نبي ﷺ نکاح ورکړ، او رسول الله ﷺ واقعاً د هغه لپاره د ابو سلمه ؓ نه غوره وو.
—
نوحه او ځان ټپول — سخت ګناه دي.
نوحه کول -جامې ړنګول-مخ وهل-چیغې وهل.
ټول حرام او ګناه دي، او نوحه له کبایرو څخه ده. نبي ﷺ د نوحه کوونکې او د هغې اورېدونکې دواړو باندې لعنت کړی دی.
په نارینه هم لازم دي چې خپلې ښځې دې کار څخه منع کړي.
حکمرانانو او مسؤلینو ته هم لازم دی چې په قبرستانونو او بازارونو کې د دې ډول کارونو مخه ونیسي.
ښځې باید جنازې ته د تلو څخه هم منع شي ترڅو ټولنه په صحیح اسلامي طریقه جوړه شي.
حواله : مجموع فتاوى ورسائل ابن عثيمين رحمه الله تعالى. (17/417)






شاركنا بتعليق
بدون تعليقات حتى الآن.