د عقیدې غلطۍ

السبت _7 _مارس _2026AH admin
د عقیدې غلطۍ

هغه څوک چې دا عقیده لري چې د قبر عذاب د ښکاره (حِسّي) چارو څخه دی، هغه په خطا دی ، له شیخ (ابن عثيمين)رحمه الله تعالی څخه پوښتنه وشوه: ایا د قبر عذاب د غیب له چارو څخه دی که د ښکاره چارو څخه؟
هغه ځواب ورکړ: د قبر عذاب د غیب له چارو څخه دی. ډېر خلک په قبرونو کې عذاب کېږي او مونږ ته یې هېڅ احساس نه کېږي، او ډېر نور کسان (په قبر کې) په نعمت کې وي، د هغوی لپاره د جنت دروازه خلاصه شوې وي، خو مونږ ته یې هېڅ خبر نه وي. د قبرونو دننه څه دي، یوازې هغه الله  پوهېږي چې د ټولو غیبو عالم دی. نو ځکه د قبر د عذاب مسئله د غیب له چارو څخه ده. که پر نبي کریم ﷺ نازل شوې وحې نه وای، موږ به په دې اړه هېڅ نه پوهېدلو.
همدا وجه ده چې کله یوه یهودۍ ښځه عائشة بنت ابي بكر رضي الله عنها ته راغله او خبر یې ورکړ چې مړی په قبر کې عذابېږي، نو هغوی وارخطا شوې، تر دې چې نبي کریم ﷺ تشریف راوړ او په دې اړه یې خبر ورکړ، نو تاسو ﷺ د هغې خبره تصدیق کړه.
خو الله تعالی له خپلو بندګانو څخه چې چا ته وغواړي، پر دې خبر هم ورکوي؛ لکه څنګه چې یې خپل نبي ﷺ پر هغو دوو کسانو خبر کړ چې عذاب ورسره کېده: له هغوی څخه یو چغلګر و او بل به د پیشاب له پاکوالي نه ځان ساته.
اخیستل شوی له: مجموع فتاوى ورسائل العثيمين (17/439)

شاركنا بتعليق


تسعة عشر − 2 =




بدون تعليقات حتى الآن.