د غیبت (نميمة) محرکات

الأحد _25 _يناير _2026AH admin
د غیبت (نميمة) محرکات

د نمّام محرکات دا دي: نمّام ویني چې د بېلګې په توګه د دوو کسانو ترمنځ مینه، وروري، یووالی او جوړجاړی شته، نو هڅه کوي چې هغوی سره بېل کړي، او پر دې نعمت حسد کوي.
نمّام غواړي: داسې وښيي چې دا خبرې د وفادارۍ، نصیحت، ورورولۍ یا محبت له مخې کوي، نو د یوه کس خبره بل ته رسوي.کله ناکله د هغه هدف انتقام اخیستل وي.
ځینې خلک د دې له لارې د دین او ایمان زیان غواړي.ځینې د خیر څخه محرومول غواړي؛ ځکه د دې پر ځای چې د خلکو ترمنځ اصلاح، احسان، مینه او د تېروتنو پټول وکړي، هغوی ترمنځ فساد او دښمني خپروي.
دا د شیطان هدف هم دی چې د خلکو ترمنځ اختلاف پیدا کړي ، شیطان له دې نه مایوس شوی چې خلک په جزیره العرب کې د هغه عبادت وکړي، خو هڅه کوي چې هغوی یو له بل سره وجنګوي، همدا د هغه کوښښ دی. نو مونږ له الله سبحانه وتعالی څخه عافیت او ساتنه غواړو.

شاركنا بتعليق


ستة عشر + 5 =




بدون تعليقات حتى الآن.