د قبرونو د اخترونو (میلو) ګرځولو زیانونه (دوهمه برخه)

الأحد _25 _يناير _2026AH admin
د قبرونو د اخترونو (میلو) ګرځولو زیانونه (دوهمه برخه)

اخلاق او ایماني حالت:
ابو الوفاء بن عقيل رحمه الله تعالى وویل:
(کله چې د شریعت احکام پر عامو خلکو او د خواهشاتو پیروانو سخت شول، نو هغوی له شرعي اصولو څخه واوښتل او خپلې جوړې شوې طریقې یې عامې کړې، تر څو عمل پرې اسانه شي؛ ځکه دا د الله ﷻ له حکم سره تړلې نه وې.»
هغه وویل: زما په نظر كي دا خلک د خپلو دغو بدعتونو له امله کافران دي، لکه: د قبرونو تعظیم کول، او هغه کارونه کول چې شریعت ترې منع کړې دي؛ لکه:
اور بلول،
قبر ښکلول،
له مړو څخه حاجت غوښتل،
لیکونه لیکل: ‘یا مولاي! داسې راسره وکړه’،
د قبر له خاورې برکت اخیستل،
خوشبويي اچول،
قبرونو ته سفر کول،
او په ونو ټوکر تړل.
دا ټول د – لات او عزّى – د عبادت تقلید دی).
او د دوی په نزد عذاب دی په هغه چا چې دا کارونه ونه کړي، یعنې:
– د کف ځای یې ښکل نه کړ،
– د مسجد له پردې سره یې ځان ونه موښه کړ د برکت لپاره،
– د چهارشنبې په ورځ د جنازې په وخت كي ، خلکو ونه ویل: «الصديق، ابو بکر، محمد يا علي»،
– د خپل پلار پر قبر یې د خښتو او ګچ نښه ونه کړه،
– خپلې جامې یې ونه شلولې،
– او په قبر یې د ګلابو اوبه ونه شیندلې.
ماخذ : إغاثة اللهفان في مصايد الشيطان، 1/352، طبع: عطاءات العلم
او څوک چې د رسول الله ﷺ سنت او د صحابه کرامو لارښوونې د نن نیو عامو خلکو له اعمالو سره پرتله کوي، نو ډېر تضادونه ویني:
رسول الله ﷺ د قبرونو طرف ته له لمونځ کولو منع کړې دي ، خو ځینې خلک هلته لمونځ کوي.
او له قبرونو د مسجدونو جوړولو یې منع کړې دي ، خو خلک ورباندې مسجدونه جوړوي او زیارتونه یې ګرځوي.
او له څراغ بلولو یې منع کړې دي ، خو خلک څراغونه بلوي.

شاركنا بتعليق


9 + 1 =




بدون تعليقات حتى الآن.