د قبرونو په خوا کې ترسره کېدونکي بدعتونه

الأحد _30 _أغسطس _2026AH admin
د قبرونو په خوا کې ترسره کېدونکي بدعتونه

زمونږ شیخ، یعنې شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله تعالى، ويلي دي: د قبرونو په خوا کې ترسره کېدونکي دغه بدعتونه بېلابېلې درجې لري: تر ټولو زیات له شریعت څخه لرې کار دا دی : چې انسان خپله حاجت له مړي څخه وغواړي او د خپلې اړتیا په اړه له هغه څخه فریاد وکړي، لکه څنګه چې ډېر خلك دا کار کوي، هغه رحمه الله تعالى ویلي دي: دا خلك د بتانو د عبادت کوونکو له ډلې څخه دي، له همدې امله کله ناکله شیطان د دوی لپاره د مړي یا کوم غائب شخص په بڼه راڅرګندېږي، لکه څنګه چې د بتانو د عبادت کوونکو په وړاندې راڅرګندېږي.
دا ډول پېښه له مشرکانو، کافرانو او اهل کتابو سره هم کېږي؛ له دوی څخه چې یو څوك هغه شخصیت راوبولي چې دی یې تعظیموي، نو کله شیطان د هغه شخص په بڼه ورته راڅرګندېږي او کله هم هغوی ته د ځینو غیبي چارو خبر ورکوي.
همدارنګه قبر ته سجده کول، د تبرك په نیت خپل بدن له قبر سره مښل او قبر ښکلول هم په همدې کې شامل دي.
دوهمه درجه : دا ده چې انسان له الله سبحانه وتعالى څخه د قبر د خاوند په وسیله دعا وغواړي. ډېر متأخرین دا کار کوي، خو د مسلمانانو د اتفاق له مخې دا بدعت دی.
دریمه درجه: دا ده چې انسان خپله اړتیا له قبر څخه وغواړي.
څلورمه درجه : دا ده چې انسان دا عقیده ولري چې د قبر په خوا کې دعا قبلیږي، یا دا چې هلته دعا کول په جومات کې له دعا کولو څخه غوره دي؛ نو د خپلو اړتیاوو د پوره کېدو لپاره د قبر زیارت او هلته د لمانځه کولو قصد وکړي ، دا هم د مسلمانانو د اتفاق له مخې منکر او بدعتي کار او حرام دی. زه د دین د امامانو ترمنځ په دې اړه هېڅ اختلاف نه پېژنم، که څه هم ډېر متأخرین دا کار کوي. او ځینې خلك وایي: ( د فلاني قبر آزمویل شوی علاج دی).
او د امام شافعي رحمه الله تعالى په باره كي چې دا کیسه نقلېږي چې هغه به د امام ابوحنیفه رحمه الله تعالى د قبر ترڅنګ د دعا کولو قصد کاوه، دا ښکاره دروغ دي.
ماخذونه : إغاثة اللهفان في مصايد الشيطان، ۱/۳۹۱، چاپ: عطاءات العلم.

شاركنا بتعليق


ثلاثة − اثنان =




بدون تعليقات حتى الآن.