د هديرې د زيارت په وخت كي ډېرې خبرې او بېځايه بحث کول يوه تېروتنه ده

الأثنين _30 _مارس _2026AH admin
د هديرې د زيارت په وخت كي ډېرې خبرې او بېځايه بحث کول يوه تېروتنه ده

د عقيدې اړوند تېروتنې:
له جناب شيخ ابن عثيمين رحمه الله تعالى څخه پوښتنه وشوه:ځينې عام خلک کله چې هديرې ته راځي، هغه د دنيايي خبرو او قيل و قال ځای ګرځوي. هغه څوک چې د هديرې د زيارت لپاره راځي يا د جنازې سره راځي، تاسې هغه ته څه نصيحت کوئ؟ او هلته بايد په کوم کار بوخت شي؟
شيخ رحمه الله تعالى ځواب ورکړ: زمونږ نصيحت دا دی چې څوك د هديرې زيارت کوي، هغه دې هماغه دعا ووايي چې په سنتو کې راغلې ده:(السَّلَامُ عَلَيْكُمْ دَارَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ، وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ بِكُمْ لَاحِقُونَ، يَرْحَمُ اللَّهُ الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنَّا وَمِنْكُمْ وَالْمُسْتَأْخِرِينَ، نَسْأَلُ اللَّهَ لَنَا وَلَكُمُ الْعَافِيَةَ، اللَّهُمَّ لَا تَحْرِمْنَا أَجْرَهُمْ، وَلَا تَفْتِنَّا بَعْدَهُمْ، وَاغْفِرْ لَنَا وَلَهُمْ)
ترجمه:پر تاسې سلام وي، اې د مؤمنانو د کور اوسېدونکو! او مونږ هم، ان شاء الله، له تاسې سره يوځای کېدونکي يو. الله تعالی دې زمونږ له منځه پر هغو کسانو رحم وکړي چې مخکې تېر شوي دي او پر هغو چې وروسته راځي، مونږ له الله سبحانه وتعالى څخه د ځان او ستاسې لپاره عافيت غواړو. اې الله! مونږ د هغوی له اجر څخه مه محروموه، او له هغوی وروسته مونږ په ازموينه کې مه اچوه، او مونږ او هغوی وبښه).
د هديرې د زيارت کوونکي لپاره مناسب نه ده چې هلته د دنيا خبرې وکړي يا داسې خبرې وکړي چې د خندا او قهقهو سبب شي او داسې نور؛ ځکه نبي ﷺ فرمايلي دي:(د قبرونو زيارت کوئ، ځکه دا د آخرت ياد درکوي)
نو د قبرونو د زيارت په سنت کې دا دي چې انسان نصيحت واخلي، په عاجزۍ او خشوع سره پاتې شي، خپل انجام ياد کړي، او دا فکر وکړي چې يوه ورځ به دی هم هماغه ځای ته رسېږي چې دا خلک ور رسېدلي دي. والله المستعان
ماخذ : کتاب مجموع فتاوى ورسائل العثيمين (17/444).

شاركنا بتعليق


أربعة عشر + 17 =




بدون تعليقات حتى الآن.