ریاض الإيمان: په اسبابو له حده زياته تکيه: ستونزه او د هغې حل په تقوا کې

السبت _8 _أغسطس _2026AH admin
ریاض الإيمان: په اسبابو له حده زياته تکيه: ستونزه او د هغې حل په تقوا کې

الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله ﷺ. د دې دنيا د ستونزو او کړاوونو په منځ کې انسان تل د اسبابو په لټه کې وي. د خپلو ستونزو د حل، د روزۍ د ترلاسه کولو او د خپلو چارو د سمون لپاره بېلابېل اسباب خپلوي. د اسبابو اختيارول د شريعت غوښتنه ده، خو له دې سره دا هم ضروري ده چې د اسبابو په باره كي د اسلام سمه عقيده او دريځ وپېژنو، ترڅو پر الله ﷻ رښتينی توکل ترلاسه کړو. او په الله ﷻ د توکل درې بنسټونه دي:
۱. انسان بايد روا او مشروع اسباب اختيار کړي.
۲. په زړه کې يې يوازې په الله ﷻ باور او اعتماد وي.
۳. زړه يې له اسبابو سره ونه تړل شي، بلکې ډاډ او اطمينان يې د الله ﷻ په قضا، قدر او غوره تدبير وي.
بنده بايد باور ولري چې کوم اسباب چې دی يې خپلوي، هغه يوازې اسباب دي، کېدای شي ګټه ورسوي، زيان ورسوي، او يا هېڅ اثر ونه لري. ځکه اصلي واك اختيار يوازې د الله ﷻ په لاس کې دی. څه چې الله ﷻ وغواړي، هماغه کېږي، او څه چې ونه غواړي، هېڅکله نه کېږي.
زموږ له سترو مشكلاتو څخه يوه دا ده: چې زړونه مو له اسبابو سره تړلي دي. د اسبابو تر شا منډې وهو او مسبب الاسباب هېروو. له روزۍ سره مينه پيدا کوو، خو رازق هېروو. د نعمتونو يادونه کوو، خو منعم مو له ياده وځي. پر مخلوق تکيه کوو، خو له خالق سره مو اړيکه کمزورې کېږي. همدا حالت زموږ په ډېرو شخصي او ټولنيزو چارو کې ليدل کېږي.
په اسبابو زياته تکيه د انسان دين او زړه دواړو ته ستر زيان رسوي؛ ځکه د دنيا مينه په زړه کې ځای نيسي او د آخرت ارزښت کمېږي.
الله ﷻ فرمايي: ﴿بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا ۝ وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى﴾
ترجمه: بلکې تاسو د دنيا ژوند غوره ګڼئ، حال دا چې آخرت ډېر غوره او تلپاتې دی.
کله چې انسان له اسبابو سره ډېر تړاو پيدا کړي، له الله ﷻ څخه لرې کېږي. او چې کله بنده له خپل رب څخه لرې شي، شيطانان پرې راټولېږي، نفس پرې غالبه شي او له هر لوري فتنې ور چاپېره شي. بيا يې زړه غافل شي، ايمان يې کمزوری شي، له الله ﷻ څخه د هيلې او وېرې توازن له منځه ولاړ شي، او په سړه سينه پر ګناهونو ټينګ پاتې شي؛ ځکه د زړه اصلي ژوند، يعنې د الله ﷻ وېره، تقوا، مينه او د زړه سکون او ډاډ يې له لاسه ورکړی وي.
کله چې بنده يوازې پر اسبابو تکيه وکړي، نو د خلکو وېره يې په زړه کې زياتېږي، د هغوی په ځواک او پرمختګ اغېزمنېږي او د دنيا ښکلا او ځلا يې غولوي.
رسول الله ﷺ فرمايلي دي: (چا چې خپلې ټولې اندېښنې د آخرت په اندېښنه بدلې کړې، الله ﷻ به د دنيا ټولې اندېښنې ورڅخه لرې کړي، او څوك چې په بېلابېلو اندېښنو کې ورك شي، الله ﷻ پروا نه کوي چې هغه په کومه دره کې هلاک شي. دا حديث حسن دی.
مهمه پوښتنه: څنګه کولای شو چې په اسبابو له زياتې تکيې، له هغوی سره د زړه له تړاو او د دنيا له مينې څخه ځان وژغورو؟
جواب: د دې علاج تقوا ده، يعنې د الله ﷻ د حکمونو درناوی، په هغو عمل کول او له نافرمانۍ څخه ځان ساتل.
کله چې بنده تقوا خپله کړي او په اخلاص سره الله ﷻ ته رجوع وکړي، الله ﷻ هم په خپل حفظ، نصرت او خاص لطف سره هغه ته متوجه کېږي او زړه يې له خپل ځان سره تړي.
د تقوا په برکت الله ﷻ د بنده زړه له يقين څخه ډکوي، او يقين د ايمان بنياد او قوي ستن ده. کله چې زړه له يقين څخه ډك شي، د ايمان په رڼا روښانه او ژوندی شي. بيا د بنده فکر، ټول کارونه، حرکتونه، ارام، ويښه او خوب، ټول د الله ﷻ د رضا لپاره وي.
وروسته الله ﷻ د هغه له زړه څخه د دنيا بې‌ځايه مينه وباسي، د مخلوق هيبت يې کم کړي، او په زړه کې يې سکون، رضا، د دين غيرت او ډاډ واچوي. په دې ډول بنده د الله ﷻ تر خاص ساتنې، مرستې او توفيق لاندې ژوند تېروي. ﴿وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ﴾ او زما توفيق يوازې د الله ﷻ له لوري دی. د ثبات پيغامونه.

شاركنا بتعليق


خمسة عشر + خمسة =




بدون تعليقات حتى الآن.