سلوك و إيمانيات- یعنې : (سلوك) د انسان ظاهري اعمال او چلند – او (إيمانيات) د زړه باطني عقاید او ایمان

الخميس _25 _يونيو _2026AH admin
سلوك و إيمانيات- یعنې : (سلوك) د انسان ظاهري اعمال او چلند – او (إيمانيات) د زړه باطني عقاید او ایمان

او اې هغه شخصه چې الله سبحانه وتعالی په تا باندې د خپل نېغ او سم لارې د پیروۍ نعمت كړي دی، یعنې د هغو خلکو د لارې پیروي دې نصیب کړې دي، چې په هغوی باندې د الله نعمت، رحمت او کرامت شوی دی، هېڅکله دا ګمان مه کوه چې د قبرونو د بتانو، د عید ځایونو او د عبادت ځایونو ګرځول منع کول، هغوی د مسجدونو جوړول، په هغوی د مسجدونو جوړول منع کول، په هغوی د څراغونو بلول، هغوی ته سفر کول، د هغوی په نوم نذر کول، هغوی لمس کول، ښکلول، او د هغوی په دربارونو کې د تندي ایښودل، د هغوی د سپکاوي او یا د هغوی د شان کمولو معنى لري، لکه څنګه چې د شرك او ګمراهۍ اهل یې ګمان کوي.
بلکې حقیقت دا دی : چې دا کار د هغوی عزت، درناوی او حقیقي پیروي ده، ځکه په دې کې د هغو چارو اتباع ده چې هغوی یې خوښول، او له هغو کارونو څخه ځان ساتل دي چې هغوی یې نه خوښول، نو په الله ﷻ قسم! تاسې په حقیقت کې د هغوی دوستان یاست، له هغوی سره مینه کوئ، د هغوی د لارې او سنت مرسته کوونکي یاست، او د هغوی د هدایت شوې لارې پیروان یاست ، حال دا چې دا مشرکین د هغوی تر ټولو زیات نافرمانه، او د هغوی له هدایت او پیروۍ څخه تر ټولو لرې دي، لکه د عیسی علیه السلام سره د نصاراوو معامله، د موسی علیه السلام سره د یهودو، او د علي رضی الله عنه سره د رافضیانو معامله.
نو د حق اهل، د باطل د اهل په پرتله د حق اهل ته ډېر نږدې او د هغوی حقیقي وارثان دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:﴿وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ﴾
سورة التوبة: (71) ترجمه: (او مؤمن نارینه او مؤمنې ښځې یو د بل دوستان او مددګاران دي)
او الله سبحانه و تعالی فرمایي:﴿وَالْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُمْ مِنْ بَعْضٍ﴾
سورة التوبة: (67) ترجمه: (او منافق نارینه او منافقې ښځې یو له بله دي).
نو پوه شه چې کله زړونه په بدعتونو بوخت شي، نو له سنتو مخ اړوي، ته به وینې چې د قبرونو په سر ناست او طواف کوونکي زیاتره د هغو بزرګانو له لارې، هدایت او سنت څخه غافل وي، او د هغوی په قبرونو کې دومره بوخت وي چې د هغو تعلیماتو څخه بې خبره شي ، چې هغوی پرې امر کړی و، او خلکو ته یې بلنه ورکوله.
او د انبیاء او صالحینو حقیقي تعظیم او ریښتینې مینه دا ده : چې د هغوی د دعوت مطابق ګټور علم او نېك عمل تعقیب شي، د هغوی آثار تعقیب شي، او د هغوی په لاره روان شي، نه دا چې د هغوی قبرونو عبادت وشي، او په هغوی مجاورین کښېني، او هغوی د عید ځایونه وګرځول شي.
ماخذ : إغاثة اللهفان في مصايد الشيطان، 1/385، ط: عطاءات العلم.

شاركنا بتعليق


تسعة عشر − ستة =




بدون تعليقات حتى الآن.