لمونځ نور دی
الأثنين _30 _مارس _2026AH admin
ابن رجب الحنبلي رحمه الله تعالى فرمايي:
لمونځ سراسر نور دی ، دا د مؤمنانو لپاره د هغوی په زړونو او بصيرتونو کې نور دی، او دا د مؤمنانو لپاره د هغوی په قبرونو کې هم نور دی، په ځانګړې توګه د شپې لمونځ (تهجد)لکه څنګه چې أبو الدرداء رضي الله عنه ويلي دي:(د شپې په تياره کې لمونځ کوئ، تر څو د قبرونو په تيارو کې رڼا شي)
او په آخرت کې به هم لمونځ د مؤمنانو لپاره د قيامت په تيارو کې او د پل صراط پر سر نور وګرځي.






شاركنا بتعليق
بدون تعليقات حتى الآن.