له قبرونو د اخترونو (عیدونو) جوړولو څخه پيدا کېدونکې خرابۍ (لومړۍ برخه)

الأربعاء _7 _يناير _2026AH admin
له قبرونو د اخترونو (عیدونو) جوړولو څخه پيدا کېدونکې خرابۍ (لومړۍ برخه)

سلوک او ايمانيات:
له قبرونو د اخترونو جوړول داسې سترې خرابۍ او مفاسد لري چې يوازې الله جل جلاله پرې ښه پوهېږي؛ داسې چارې دي چې د هر هغه انسان زړه په غضب اخته کوي، چې په زړه کې يې د الله ﷻ وقار، پر توحيد غيرت، او له شرك څخه کرکه وي.
دا ټول هغه خبرې دي چې شرک بدرنګ او ناوړه ښکاره کوي، خو:(پر مړي لګېدلی زخم درد نه احساسوي)۔
له قبرونو د اخترونو جوړولو مفاسد دا دي:
د هغوی په طرف لمونځ کول، د هغوی طواف کول، ښکلول او لمس کول، پر خاورو يې مخونه موښل، د هغو خلکو عبادت کول چې هلته ښخ دي، ترې مرسته غوښتل، ترې بريا، روزي او عافيت غوښتل، د پورونو د ادا کېدو، د مصيبتونو د لېرې کېدو، فريادرسۍ او نورو حاجتونو غوښتنه کول—دا ټول هماغه غوښتنې دي چې بت‌پرستان به له خپلو بتانو څخه کولې.
که ته هغه غالي خلک ووينې چې قبرونه اختر ګرځوي؛ کله چې له لرې قبر وويني، له خپلو سپرو ښکته کېږي، خپلې تندې پر ځمکه ږدي، ځمکه ښکلوي، سرونه لوڅوي، غږونه جګوي، شور او غوغا کوي، داسې د ژړا تمثيل کوي چې د هچکو غږ ترې اورېدل کېږي، او دا ګمان کوي چې تر حاجيانو يې زياته ګټه تر لاسه کړې ده.
بيا هغوی له هغې هستۍ فرياد کوي چې نه څوک پيدا کولی شي او نه بيا ژوندي کولی شي، او له لرې ورته نارې وهي. تر دې چې کله قبر ته نږدې شي، نو د هغه تر څنګ دوه رکعته لمونځ کوي، او دا خيال کوي چې داسې اجر يې تر لاسه کړ چې نه يې د لومړي او نه د دويم قبله پر لور لمونځ کوونکی تر لاسه کوي.
ته به هغوی د قبر شاوخوا په رکوع او سجود کې ووينې، له مړي څخه فضل او رضا غواړي، حال دا چې د هغوی لاسونه له ناکامۍ او تاوانه ډک وي. نو هلته اوښکې د الله سبحانه وتعالى لپاره نه، بلکې د شيطان لپاره توييږي؛ غږونه جګېږي، له مړي څخه حاجتونه غوښتل کېږي، د مصيبتونو د لېرې کېدو، د محتاجانو د شتمنېدو، او د معذورو او مبتلا خلکو د شفا سوال کېږي.
بيا د قبر شاوخوا طواف پيلوي، هغه د بيت الله په څېر ګرځوي، حال دا چې بيت الله الله ﷻ بابرکت ګرځولی او د ټولو نړيوالو لپاره يې هدايت کړی دی.
بيا يې ښکلول او لمس کول پيلوي—ايا تا حجرِ اسود ليدلی او د بيت الله وفود ورسره څه کوي؟
له دې وروسته هماغه قبر ته خپلې تندې او مخونه په خاورو موښي، حال دا چې الله ښه پوهېږي چې همدا تندې د هغه په وړاندې په سجده کې هم داسې نه لګېږي.
بيا د قبر د حج مناسک پوره کوي، همدلته ويښتان لنډوي او خريي، او له دغه بت څخه د خپلې برخې د اخيستو هڅه کوي، ځکه د الله سبحانه وتعالى په نزد د هغوی هېڅ برخه نه وي.
هغوی د دغه بت لپاره قربانۍ وړاندې کوي، او د هغوی لمونځ، د هغوی نسک او د هغوی قرباني ټول د الله ربّ العالمين پرته د بل چا لپاره وي.
که ته ووينې چې يو بل ته مبارکۍ وايي او داسې وايي:
— (الله ﷻ دې مونږ او تاسې ته ډېر اجر او لويه برخه راکړي)
بيا چې کله بېرته راګرځي، نو شاته پاتې غالي خلک ورته وايي: د قبر د حج ثواب زموږ د بيت الله د حج په بدل کې موږ ته وپلورئ؛
نو هغوی ځواب ورکوي: «نه، که څه هم تاسې هر کال حج کوئ.
ماخذ: اغاثة اللهفان في مصايد الشيطان، (1/350)، طبع عطاءات العلم.

شاركنا بتعليق


4 × واحد =




بدون تعليقات حتى الآن.