عقیدوي خطاګاني ( تېروتنې)

الخميس _25 _ديسمبر _2025AH admin
عقیدوي خطاګاني ( تېروتنې)

د هغه چا تېروتنه چې مړي ته دعا کوي په دې پلمه چې هغه اوري:
د فضلية الشیخ ابن عثیمین رحمه الله تعالی څخه وپوښتل شول:
– ایا مړی سلام او خبرې اوري او د هغه څه احساس کوي چې د ده په نزد ترسره کېږي؟
نو د هغه فضیلت ځواب داسې وو: دا هغه مسئله ده چې د علماؤ ترمنځ پکې اختلاف شته، او سنتو کې پکې ځینې خبرې بیان شوې دي. له نبي ﷺ څخه دا خبره په صحیح ډول ثابته ده: (کله چې بنده په خپل قبر کې کېښودل شي او خلک ترې وګرځي، نو هغه د دوی د څپلیو غږ اوري(
او رسول ﷺ خبر ورکړی دي چې: (هیڅ مسلمان نشته چې د بل مسلمان له قبر څخه تېر شي او پرې سلام واچوي، او هغه یې د دنیا په ژوند کې پېژندلی وي، مګر دا چې الله سبحانه وتعالی د هغه روح ور وګرځوي، نو هغه د سلام ځواب ورکړي.
دا حدیث ابن عبد البر رحمه الله تعالى صحیح بللی دی، او ابن القیم رحمه الله تعالى دا د خپل کتاب (الروح) کې ذکر کړی دی او پرې یې نیوکه نه ده کړې. ښايي دا خبره هم تأیید کړي چې رسول ﷺ به کله چې هديرو ته وتلو، نو به یې ویل:(السلام عليكم دار قوم مؤمنين…) خو په هر حال، هر څومره چې مونږ ووایو مړی اوري، بیا هم مړی بل چا ته ګټه نه شي رسولی، که څه هم اوري . یعنې: دا امکان نه لري چې مړی تا ته ګټه ورسوي ،که ته د هغه د قبر ترڅنګ الله ﷻ ته دعا کوې، لکه څنګه چې هغه تا ته ګټه نه شي رسولی ،که ته خپله مړي ته دعا کوې- يعني دهغه نه څه وغواړي)
او دا چې ته د هغه د قبر ترڅنګ الله ﷻ ته دعا کوې، په دې عقیده چې هلته خاص فضیلت شته (لري) ، نو دا له بدعتونو څخه بدعت دی . او مړي ته دعا کول لوی شرك دی، چې انسان د اسلام نه وباسي (كفر ته)
حواله -مجموع فتاوى ورسائل العثيمين (17/430).

شاركنا بتعليق


ثمانية عشر + 1 =




بدون تعليقات حتى الآن.