حافظ ابن حجر رحمه الله تعالى ويلي دي

الخميس _25 _ديسمبر _2025AH admin
حافظ ابن حجر رحمه الله تعالى ويلي دي

هر هغه چا ته چې چغلي (نمیمه) ورسېږي، په هغه باندي شپږ کارونه كول واجب دي:
لومړی: دا چې د چغل خور خبرې باور ونه کړي، ځکه چغل خور فاسق دی.
دوهم: دا چې هغه ته نصیحت وکړي، منع یې کړي، او هغه پرېږدي
دریم: دا چې له هغه څخه کرکه ولري (د الله ﷻ لپاره).
څلورم : دا چې د خپل هغه ورور په اړه بد ګومان ونه کړي ، چې خبره ترې نقل شوې ده ، نو بد ګوماني دي پرې ونه کړي.
پنځم: دا چې دا خبره دې: هغه دې ته ونه هڅوي ، چې د یقین لپاره تجسس او پلټنه وکړي ( يعني : تحقيقات وكړي).
شپږم: دا چې هغه څوك چې نمیمه ورته رسېدلې ده ، پخپله د چغل خور، رول ادا نه کړي، یعنې نمیمه بیا نورو ته وانه ړوي ؛ بلکې په هغه لازمه ده ، چې هغه (خبره) پټه وساتي، خپره یې نه کړي، او نه یې نشر کړي.
نو حتماً باید دې شپږو ټکو ته پوره پاملرنه وشي.

شاركنا بتعليق


خمسة عشر − 6 =




بدون تعليقات حتى الآن.