سلوك او ايمانيات

الخميس _25 _ديسمبر _2025AH admin
سلوك او ايمانيات

د قبرونو د اختر په توګه نیولو فتنه: د دې څخه مراد : د قبرونو د اختر په ورځ په توګه اخیستل دی. او اختر هغه څه دی چې د وخت او ځای له مخې د تکرار او عادت وړ وي.
د وخت په اړه : د نبي كريم ﷺ فرمايلي دی: (د عرفه ورځ، د نحر ورځ او د مني ورځې زموږ د اسلام د خلکو(مسلمانانو) اختر دی.) سنن ابي داود روايت كړي دي، او نورو كتابونو هم .
د ځای په اړه: لکه څنګه چې ابو داود په خپل سنن کې روایت کړی:
یو سړي وویل: أي د الله ﷻ رسوله ! ما نذر کړی چې د بُوانه په ځاي كي قرباني وکړم
نو رسول ﷺ وفرمايل: « آیا هلته د مشرکانو دبتانو نه کوم بت شته دی ، او یا د هغوی (مشركانو)د اخترونو دورځي نه، یوه ورځ د اختر شته ؟
هغه وویل: نه ، نو رسول ﷺ وفرمایل: (نو خپل نذر پوره كړه) .
او لکه د هغه ﷺ فرمايلي دي : «زما قبر مه کوئ د اختر په څېر)
اختر له «معاوده » او «اعتیاد» څخه اخیستل شوی دي . کله چې د ځای په اړه وکارول شي، معنی یې دا ده : چې هغه ځای دی چې د عبادت یا نورو چارو لپاره خلکو ورته ځي، لکه مسجد الحرام، مني، مزدلفه، عرفه او مشاعر، چې الله سبحانه و تعالی یې د مسلمانانو لپاره اختر کړی دي، او د عبادت لپاره یې ورځې خاص کړي دي.
مشرکان وختي او مکاني اخترونه لرل، خو کله چې الله  اسلام راوست، هغه لغوه شول، او موحدينو ته یې نوي اخترونه ورکړل: د وړوكي اختر، د لوي اختر، د مني ورځې، او د مشرکانو مکاني اخترونو په بدل كي (مؤحدينو ته ) یې د کعبې، عرفې، مني او مشاعر له لارې ډک کړ) يعني : داخترونه او خوشالي ورځي وركړه.
حواله : إغاثة اللهفان في مصايد الشيطان» (1/ 344، ط عطاءات العلم)

شاركنا بتعليق


أربعة + أربعة =




بدون تعليقات حتى الآن.