هغه کسان چې د قبر د عذاب په ثبوت کې شک کوي، هغوی تېروتنه کوي.

الأربعاء _7 _يناير _2026AH admin
هغه کسان چې د قبر د عذاب په ثبوت کې شک کوي، هغوی تېروتنه کوي.

د عقيدې تېروتنې:
له فضيلة الشيخ ابن عثيمين رحمه الله تعالى څخه پوښتنه وشوه: آيا د قبر عذاب ثابت دی؟
نو هغه رحمه الله تعالى ځواب ورکړ: د قبر عذاب د صريح سنت، د قرآن كريم د ظاهر، او د مسلمانانو د اجماع له مخې ثابت دی. دا درې دلائل دي:
لومړی: صريح سنت
نبي ﷺ وفرمايل:
«له الله سبحانه وتعالى څخه د قبر له عذاب نه پناه وغواړئ، له الله جل جلاله څخه د قبر له عذاب نه پناه وغواړئ، له الله څخه د قبر له عذاب نه پناه وغواړئ).
دوهم: د مسلمانانو اجماع
-ځکه مسلمانان په خپلو لمانځونو کې دا دعا وايي:
(زه له دوزخ له عذاب او د قبر له عذاب څخه الله ته پناه وړم)
آن تر دې چې عام مسلمانان (چې نه د اجماع له اهل څخه دي او نه له علماوو) هم همدا دعا کوي.
دريم: د قرآن كريم ظاهر
لکه د آلِ فرعون په اړه د الله سبحانه وتعالى وينا:
﴿النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ﴾
ترجمه: هغوی به سهار او ماښام پر اور وړاندې کېږي، او د قيامت په ورځ به وويل شي: د فرعون کورنۍ تر ټولو سخت عذاب ته داخل کړئ.
په دې کې هېڅ شک نشته چې پر اور وړاندې کېدل يوازې د نندارې لپاره نه دي، بلکې د دې لپاره دي چې د هغه د عذاب اثر پرې ورسېږي.
او الله جل جلاله فرمايي:
﴿وَلَوْ تَرَىٰ إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلَائِكَةُ بَاسِطُو أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُوا أَنفُسَكُمُ الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ غَيْرَ الْحَقِّ وَكُنتُمْ عَنْ آيَاتِهِ تَسْتَكْبِرُونَ﴾
ترجمه: که ته ووینې هغه مهال چې ظالمان د مرګ په سختو شېبو کې وي، او فرښتې خپل لاسونه غځوي (او وايي): خپلې روحونه وباسئ، نن به تاسې ته د سپکاوي عذاب درکړل شي، د هغه څه په سبب چې تاسې به پر الله بې‌حقه خبرې کولې ،او د هغه له آيتونو به مو تکبر کاوه.
الله اکبر! هغوی د خپلو روحونو په ورکولو کې بخل کوي، نه غواړي چې ووځي.
الله تعالى فرمايي: ﴿الْيَوْمَ﴾ او دلته «ال» د حاضر وخت لپاره دی، يعنې همدا موجوده ورځ—د دوی د مرګ ورځ—
﴿تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ﴾.
نو د قبر عذاب د صريح سنت، د قرآن د ظاهر، او د مسلمانانو د اجماع له مخې ثابت دی، او د قرآن كريم دا ظاهر، نږدې د صريح په درجه کې دی، ځکه چې يادې شوې دواړه آيتونه پرې څرګنده دلالت کوي.
ماخذ : مجموع فتاویٰ و رسائل العثيمين، (17/433)

شاركنا بتعليق


تسعة − 3 =




بدون تعليقات حتى الآن.