د عقیدې غلطۍ

الأحد _25 _يناير _2026AH admin
د عقیدې غلطۍ

غلط فهم: یوازې کافر ته د قبر عذاب کېږي.
له شیخ ابن عثیمین رحمه الله څخه وپوښتل شول:ایا د قبر عذاب یوازې د کافر لپاره دی که د ګناهکار مؤمن لپاره هم وي؟
هغه وفرمایل:دوامداره د قبر عذاب د منافق او کافر لپاره دی، خو ګناهکار مؤمن هم په قبر کې عذاب لیدلی شي. لکه څنګه چې په صحیحینو کې د ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې نبي ﷺ د دوو قبرونو ترڅنګ تېر شو او ویې فرمایل: (دا دواړه په عذاب کې دي، او په لویو ګناهونو کې نه دي؛ یو به د – بول له ناپاکۍ ځان نه ساته، او بل به غیبت کاوه).
دا دواړه مسلمانان وو.
ماخذ:مجموع فتاوى ورسائل العثيمين، 17/434

شاركنا بتعليق


3 + 14 =




بدون تعليقات حتى الآن.