غزوۀ احزاب ذکر وکړو

السبت _7 _مارس _2026AH admin
غزوۀ احزاب ذکر وکړو

الحمد لله رب العالمين، او په هغه مرسته غواړو، اې الله! په محمد ﷺ، او د هغه په آل او په ټولو اصحابو درود او سلام ووايه.
ټولو خويندو ته ښه راغلاست وایو: او له الله عزوجل څخه دعا کوو چې مونږ ته هغه علم راکړي چې زمونږ لپاره ګټور وي، او مونږ ته له هغه علم څخه ګټه راکړي چې هغه مونږ ته ښوولی دی؛ بېشکه هغه ډېر پوه او حکمت والا دی.
نن به إن شاء الله د غزوۀ احزاب ذکر وکړو. لومړی به د هغه لنډه کتنه وړاندې شي، بيا به د وخت له مخې له هغه څخه ترلاسه کېدونکو ځينو درسونو باندې خبرې وکړو.
غزوۀ احزاب د هجرت په پنځم کال د شوال په مياشت کې پېښ شو، او همدا قول صحيح دی. ځکه د غزوۀ اُحد وروسته مشرکينو له نبي ﷺ سره وعده کړې وه چې په راتلونکي کال کې به بيا د جګړې لپاره راشي، خو په څلورم کال کې د قحطۍ له امله رانغلل. بيا په پنځم کال کې د جګړې په نيت ووتل.
کله چې يهودو ته د دې خبر ورسېد، د هغوی څو مشران، سلام بن ابي الحقيق، سلام بن مشکم او کنانه بن ربيع د قريشو لور ته لاړل او هغوی يې د رسول الله ﷺ پر ضد جګړې ته وهڅول او ويې ويل چې موږ ستاسو سره يو. بيا د غطفان قبيلې ته لاړل او هغوی يې هم ملګري کړل، همدارنګه بنو سليم، بنو اسد، بنو فزاره، اشجع او بنو مره او نورې قبيلې هم په دې اتحاد کې شاملې شوې دي ، ټول لس زره لښکر جوړ شو: څلور زره له قريشو او شپږ زره له نورو قبيلو څخه.
رسول الله ﷺ ته خبر ورسېد، نو له درې زرو صحابه وو سره ووتل، چې ځينې منافقين هم پکې شامل وو. حضرت سلمان فارسي رضي الله عنه د خندق د کېندلو مشوره ورکړه. خندق د حائل په توګه وګرځېد؛ مخې ته خندق او شاته جبل سلع وو.
د خندق د کېندلو پر مهال سخت سړه هوا، لوږه او وېره و ه، يوه لويه ډبره راغله چې صحابه وو نه شوه ماتولی. نبي ﷺ تشريف راوړ، او له لوږې له امله يې په نس ډبره تړلې وه، نو هغه ﷺ کدال وواهه، ډبره ټوټې ټوټې شوه او هغه ﷺ د فارس، کسريٰ او يمن د فتحې زېری ورکړ.
حضرت جابر بن عبد الله رضي الله عنه د نبي ﷺ په مخ د لوږې نښې وليدې. کور ته لاړ او له خپلې مېرمنې څخه يې وپوښتل، څه شي لري، هغې وويل چې يو صاع وربشې او د وزې بچی شته. (د وزې بچی چې شکل او اندازه کې د نر وزې په څېر وي).
بيا حضرت جابر رضي الله عنه وويل: رسول الله ﷺ او څو صحابه راوبلئ، نو هغوی نبي ﷺ ته لاړل او خبر يې ورکړ، نبي ﷺ د جابر  بلنه ومنله، په هغه وخت کې ټول سخت وږي وو، او په يوه روايت کې راځي چې درې ورځې يې څه نه وو خوړلي.
نبي ﷺ وفرمايل: د وربشو اوړه خمير کړئ او د وزې د بچي غوښه هم تياره کړئ، خو تر هغې پورې مه يې پخوئ څو زه راشم، تر څو پکې د برکت دعا وکړم. هغوی همداسې وکړل.
بيا نبي ﷺ خلکو ته اعلان وکړ، او له هغه سره نږدې زر کسان راغلل، مهاجرين او انصار ټول حاضر شول، کله چې حضرت جابر رضي الله عنه کور ته راستون شو، خپلې مېرمنې ته يې وويل: افسوس! رسول الله ﷺ له مهاجرينو او انصارو سره راغلی دی، حال دا چې هغه فکر کاوه چې تاسو به له څو صحابه وو سره راشي.
بيا نبي ﷺ کېناست، او په اوړو کې خپل لعاب واچوه او په هاندي کې د پخېدونکې غوښې کې هم لعاب واچوه، بيا الله تعالی په هغه خوړو کې داسې برکت واچاوه چې ټولو خلکو ښه موړ وخوړ، او خوړ پاتې هم شو. په ځينو رواياتو کې راځي چې داسې ښکارېده لکه له هغه څخه هېڅ کم نه شو. دا ټول د رسول الله ﷺ د دعا او د هغه د لعاب د برکت له امله وو.
بيا نبي کريم ﷺ حکم وکړ چې ښځې او ماشومان له خپلو کورونو ووځي او د مدينې قوي کلاګانو او لوړو ځایونو (آطام مدينه) ته لاړ شي، تر څو هغوی ته هېڅ زيان ونه رسېږي او محفوظ پاتې شي. او په هغوی د څارنې لپاره حضرت عبد الله بن ام مکتوم رضي الله عنه مقرر شو، چې نابينا صحابي وو.
بيا په همدې وخت کې حيي بن اخطب (د بنو نضير مشر)، چې نبي کريم ﷺ مخکې خيبر ته شړلی وو، د کعب بن اسد لور ته راغی، چې د بنو قريظه مشر وو.
بنو قريظه هغه يهودان وو چې له نبي ﷺ سره يې تړون کړی و چې په مدينه کې به اوسېږي، په دې شرط چې د نبي ﷺ پر ضد د کوم دښمن مرسته نه کوي او نه به د دښمن ملګرتيا کوي.
حيي بن اخطب د کعب بن اسد، کلا ته راغی او دروازه يې وټکوله، خو هغه دروازه خلاصه نه کړه. بيا يې وټکوله او ويې ويل: دروازه خلاصه کړه، هغه انکار وکړ، بيا يې وويل: دروازه خلاصه کړه، زه تا ته د زمانې عزت راوړی يم، ما قريش او غطفان له ځان سره راوړي دي تر څو مونږ يو ځای د محمد ﷺ خاتمه وکړو.
کعب بن اسد وويل: په الله قسم! ته ما ته د زمانې ذلت راوړی يې. ته داسې وريځ راوړې چې ګورځېږي او برېښي، خو پکې څه نشته.
بالاخره يې دروازه خلاصه کړه. حيي بن اخطب هغه ته دوامدار وسوسه ورکوله. کعب بن اسد ويل: ما له محمد ﷺ څخه يوازې وفاداري او رښتينولي ليدلې ده. خو د حيي د اصرار او فشار له امله اغېزمن شو، تړون يې مات کړ او له احزابو سره مل شو.
خو شرط يې کېښود چې که پر محمد ﷺ غالب نه شو، نو حيي بن اخطب به له هغه سره د هغه په کلا کې داخل شي او دواړو ته به هماغه سرنوشت وي.
کله چې نبي کريم ﷺ ته د بنو قريظه د تړون ماتولو خبر ورسېد، هغه د څېړنې لپاره څو جليل القدر صحابه ولېږل: سعد بن معاذ، سعد بن عباده، عبد الله بن رواحه او خوات بن جبير رضي الله عنهم.
هغه هغوی ته لارښوونه وکړه چې لاړ شي او حقيقت معلوم کړي، او که رښتيا خيانت ثابت شي، نو په ښکاره الفاظو اعلان مه کوئ، بلکې په اشاره خبره وښيئ تر څو د مسلمانانو حوصله کمزورې نه شي.
کله چې هغوی بنو قريظه ته ورسېدل، و يې ليدل چې هغوی واقعاً په بد حالت کې دي او تړون يې مات کړی دی. هغوی په بې ادبه ډول وويل: محمد څوك دی؟ زمونږ له هغه سره نه کوم تړون شته او نه کوم معاهده، بلکې بدې خبرې يې هم وکړې.
دا صحابه بېرته راغلل او نبي ﷺ ته يې په ښکاره الفاظو نه، بلکې په اشاره خبر ورکړ. هغوی وويل: “عضل والقاره” — يعنې هماغه معامله ده لکه د عضل او قاره قبيلو چې په مقام رجیع کې له صحابه وو سره وکړه.
کله چې د خيانت خبر واضح شو، نبي کريم ﷺ وفرمايل: (الله اکبر، أبشروا يا معشر المسلمين) (الله تر ټولو لوی دی، اې مسلمانانو زېری واخلئ!) يعنې په ډېرو سختو حالاتو او له دواړو خواوو د خطر سره سره، هغه ﷺ بې قراري ونه کړه، بلکې پر الله بشپړ يقين څرګند کړ او مسلمانانو ته يې د فتحې او نصرت زېری ورکړ.
دلته نبي کريم ﷺ صحابه کرامو ته د فتحې زېری ورکړ. عموماً کله چې حالات سخت شي، انسان کمزوری کېږي، خو نبي ﷺ برعکس عمل وکړ.
ولې؟ ځکه هغه ته يقين وو چې د الله د دين لپاره راغلي ياست، او الله د نصرت وعده کړې ده. لکه چې الله تعالی فرمايي: (إن تنصروا الله ينصركم). که تاسو د الله دين ته نصرت ورکړئ، هغه به تاسو ته نصرت درکړي.نو دا زېری د مسلمانانو حوصله، عزم او هيله زياته کړه، ادعا وکړه چې د مدينې ټولو قبيلو اتحاد کړی، آزموينه ډېره سخته شوه، سترګې له ويرې تيږه شوې، او زړونه تر ستوني رسېدلي وو؛ ځکه لس زره کسيز لښکر په بشپړ تجهيز سره پر مدينه راورسېد.
په داسې حالت کې منافقانو او ځينو کمزورو ايمان لرونکو خلکو اجازه وغوښته او ويې ويل: (اې رسول الله! زمونږ کورونه خوندي نه دي (إن بيوتنا عورة)» او غوښتل يې خپلو کورونو ته ستانه شي. حقيقت دا و چې هغوی زړه بایللی و. الله سبحانه وتعالی د هغوی په اړه په قرآن کې وفرمايل : (وما هي بعورة إن يريدون إلا فرارا)
يعنې د هغوی کورونه خوندي نه وو دا يوازې د تېښتې اراده وه؛ مقصد يې د ميدان پرېښودل و، ځکه د هغوی په زړونو کې هغه ايمان او يقين نه و چې ثبات راولي.
همدا د مؤمن او منافق تر منځ توپير دی: مؤمن پر الله توکل کوي، ځکه پوهېږي چې الله له هغه سره دی او مرسته له هغه څخه غواړي. منافق يوازې ظاهري اسبابو ته ګوري او له خلکو څخه دومره وېرېږي لکه له الله څخه نه چې وېرېږي.
محاصره نږدې يوه مياشت روانه وه. کومه ستره منظم جګړه نه وه، خو څو مشرکين وتوانېدل چې خندق واوړي او مقابله وکړي ، په دغو مشرکينو کې يو ډېر زړور او تجربه کار سړی و: عمرو بن عبد ود. ويل کېږي چې هغه اوږده توره درلوده او په جګړه کې مشهور و. هغه خندق واوښت او مبارزه (يو پر يو مقابله) يې وغوښته.
نبي کريم ﷺ د هغه مقابلې لپاره علي بن ابي طالب رضي الله عنه ولېږه، چې هغه مهال ځوان وو. حضرت علي رضي الله عنه ورسره وجنګېد او بالاخره يې هغه وواژه.
په دې غزا کې د مسلمانانو شعار و:(حم لا ينصرون) يعنې دا مشرکان به مرسته ونه مومي.
کله چې محاصره اوږده شوه او مسلمانان په سختۍ کې شول، نبي ﷺ د حکمت له مخې له قبيلې غطفان سره د سولې اراده وکړه، ځکه هغوی لوی شمېر درلود. وړانديز دا و چې هغوی دې د مدينې د ميوو يو پر درېمه برخه واخلي او بېرته ستانه شي او د قريشو او يهودو مرسته ونه کړي. هغوی دې ته چمتو شول.
بيا نبي ﷺ له دوو انصاري مشرانو، سعد بن معاذ او سعد بن عبادة رضي الله عنهما سره مشوره وکړه. هغوی وويل: اې رسول الله! دا پرېکړه مو زمونږ د ګټې لپاره کړې ده که د الله له حکم سره؟ رسول الله ﷺ وفرمايل: نه، دا مې ستاسو د مصلحت لپاره کړې ده، محاصره اوږده شوې ده او غواړم د دښمن ځواک کم شي.
هغوی وويل: اې رسول الله! کله چې مونږ او دا قبيلې ټول په شرک کې وو، هغوی له مونږ څخه يوه خرما هم نه شوه اخيستلی، مګر د مېلمستيا يا پېر او پلور له لارې. اوس چې مونږ په اسلام کې يو، په الله قسم! مونږ به هغوی ته يوه خرما هم ورنه کړو. مونږ په الله توکل کوو او له هغه مرسته غواړو.
نبي ﷺ د هغوی دا عزم خوښ کړ او د هغوی نظر يې صحيح وباله.
بيا د غطفان يو مشر نعيم بن مسعود رضي الله عنه پټ ډول د نبي ﷺ حضور ته راغی او ويې ويل چې ما اسلام قبول کړی دی، خو قوم مې نه دی خبر. زه لا هم د هغوی په لښکر کې يم. څه حکم کوئ؟
نبي ﷺ وفرمايل: ته يوازې يو سړی يې، څومره چې کولی شې د دښمن صفونه کمزوري کړه، ځکه جګړه تدبير دی.
نعيم رضي الله عنه لومړی يهودو ته ورغی او هغوی ته يې وويل چې قريش که پر محمد ﷺ غالب شول، ښار ته به ستانه شي او تاسو به يوازې پرېږدي، او که غالب نه شول هم بېرته ځي، نو تاسو به يوازې پاتې شئ. نو له قريشو څخه يو شمېر کسان د ضمانت په توګه واخلئ.يهودو د هغه خبره ومنله.
بيا هغه قريشو ته لاړ او هغوی ته يې وويل چې يهود د وفادارۍ کمزوري ښيي او له تاسو به ضمانت غواړي، هېڅکله يې مه ورکوئ.
همدارنګه غطفان ته يې هم همدا خبره وکړه. څو ورځې وروسته قريشو له يهودو وغوښتل چې جګړه شروع کړي، يهودو وويل چې لومړی مونږ ته ضمانت راکړئ. قريشو انکار وکړ. په دې ډول د دوی تر منځ بې باوري پيدا شوه او اتحاد يې مات شو.
په همدې وخت کې الله تعالی پر هغوی سخت باد ولېږه چې خېمې يې وويشتې، لوښي يې واړول، رسۍ يې وشلول، او هغوی هېڅ ځای کې پاتې نه شول. لښکر يې خپور شو او ناکام بېرته ستانه شول.
الله تعالی همدارنګه ملائکې ولېږلې چې د هغوی په زړونو کې وېره واچوي. هغوی بې نظمه شول او وتښتېدل.
په همدې حالت کې نبي ﷺ حضرت حذيفه بن اليمان رضي الله عنه ولېږه چې د دښمن خبر راوړي. هغه سختې سړې شپې کې لاړ او حالت يې وليد. کله چې راستون شو، نبي ﷺ په لمانځه بوخت وو ، حذيفه رضي الله عنه خبر ورکړ چې قريش وتښتېدل، ابو سفيان بن حرب امر وکړ چې بېرته وګرځئ، او ټول وتښتېدل. په دې توګه الله بې له سترې جګړې د هغوی لښکر مات کړ.
کله چې نبي ﷺ مدينې ته راستون شو او وسله يې کېښوده، جبرائيل عليه السلام راغی او ويې ويل: ايا وسله دې کېښوده؟ ملائکې لا نه دي کېښي. نو بنو قريظه ته روان شئ، ځکه هغوی تړون مات کړی دی.
نبي ﷺ اعلان وکړ: (څوک چې اطاعت کوي، هغه دې عصر لمونځ يوازې د بنو قريظه په سيمه کې وکړي، لکه څنګه چې په صحيحينو کې راغلي دي.
صحابه کرام رضي الله عنهم د بنو قريظه طرف ته روان شول.
بيا الله تعالی د سوره احزاب هغه آيتونه نازل کړل چې د غزوې په باره كي دي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَاءَتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا وَجُنُودًا لَمْ تَرَوْهَا)جَاءُوكُمْ مِنْ فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنْكُمْ)وَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ ، هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالًا شَدِيدًا)
او د منافقانو په اړه: الله  وايي ،إِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُورًا)او: (إِنْ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِنْ يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا)
او: ( قُلْ لَنْ يَنْفَعَكُمُ الْفِرَارُ)
او د مؤمنانو په باره كي فرمايلي دي: (َلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزَابَ قَالُوا هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّا إِيمَانًا وَتَسْلِيمًا.
پایله او درسونه:
• د منافقانو دوه ډولونه دي: هغه چې خپله تښتي او هغه چې نور هم وېروي.
• مؤمنان په سختۍ کې لا قوي کېږي.
• نبي ﷺ د توحيد امام او د يقين سرلاری و.
• نصرت د صبر او تقوا سره تړلې ده.
• د ګناهونو خطر د دښمن له خطر څخه زيات دی.
• مسلمانان دې مخکې له هر څه د خپل ځان اصلاح وکړي.
• الله نصرت هر ډول ورکولی شي: په باد، ملائکو يا نورو وسيلو.
• الله د مؤمنانو د شمېر برابر شرط نه دی ايښی؛ بلکې د وسعې مطابق تياری لازم دی.
الله تعالی دې مونږ ته توفيق راکړي.الله دې خپل دين ته نصرت ورکړي، خپل لښکر ته عزت ورکړي، او موږ له صالحينو څخه وګرځوي.په محمد ﷺ، د هغه پر آل او اصحابو دې درود او سلام وي.

شاركنا بتعليق


ثمانية عشر − ثلاثة =




بدون تعليقات حتى الآن.