د نبي كريم ﷺ له طرف نه د توحيد ساتنه: – سلوک او ايمانيات –

الأثنين _30 _مارس _2026AH admin
د نبي كريم ﷺ له طرف نه د توحيد ساتنه: – سلوک او ايمانيات –

رسول الله ﷺ آن تر دې هم د صحابه کرامو  څخه منع وکړه، کله چې هغوی له رسول الله ﷺ څخه غوښتنه وکړه چې د هغوی لپاره هم يو ځانګړی ونه وټاکي څو هغوی پرې خپلې وسلې او سامان وځړوي.
امام محمد بن إسماعيل البخاري په خپل صحيح کې له أبو واقد الليثي رضي الله عنه څخه روايت کړی دی، هغه وايي: ( مونږ د رسول الله ﷺ سره د غزوة حنين پر لور ووتلو، او مونږ هغه وخت كي تازه اسلام ته داخل شوي وو، مشرکانو يوه د بېري ونه لرله چې هغوی به ترې شاوخوا تم کېدل او خپلې وسلې به يې پرې ځړولې، هغې ته به (ذاتُ أنواط) ويل کېدل. مونږ د يوې بېري ونې تر څنګ تېرېدو، نو مونږ وويل: اې د الله رسوله! زمونږ لپاره هم يوه ذاتُ أنواط وټاکه، لکه څنګه چې هغوی ته يوه ذاتُ أنواط ده.
نو نبي ﷺ وفرمايل: (الله اکبر! دا خو هماغه خبره ده لکه د بني اسرائيلو خبره چې ويلي يې وو: ﴿اجْعَلْ لَنَا إِلَهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ﴾ سورة الأعراف (138)
ترجمه: زمونږ لپاره هم يو معبود وټاکه لکه څنګه چې هغوی ته ډېر معبودان دي.
نو موسى عليه السلام وويل: بېشکه تاسې ناپوه خلک ياستي ) بيا رسول الله ﷺ وفرمايل: (تاسې به خامخا د هغو خلکو لارې تعقيب کړئ چې له تاسې مخکې تېر شوي دي)
نو که د يوې ونې ځانګړې کول، د دې لپاره چې وسلې پرې وځړول شي او شاوخوا يې تم کېدل وشي، د اللهﷻ سره د بل چا د شريک کولو سره ورته والی لري ـ حال دا چې هغوی يې عبادت هم نه کاوه او نه يې ترې څه غوښتل ـ نو بيا د هغه چا حال به څه وي چې د قبر تر څنګ تم شي، هلته دعا وکړي يا د قبر له خاوند څخه وغواړي؟
نو د ونې د فتنې او د قبر د فتنې تر منځ څومره لوی فرق دی! کاش چې د شرك او بدعت خلک دا خبره درک کړي.
د مالك بن أنس رحمه الله د ځينو شاګردانو له جملې څخه يوه عالم ويلي دي:
الله ﷻ دې پر تاسې رحم وکړي! هر ځای چې تاسې يوه د بېري ونه يا بل داسې ونه ووينئ چې خلک قصداً هغې ته ورځي، تعظيم يې کوي، ترې د شفا او ګټې تمه لري، او پرې مېخونه يا ټوکرونه تړي؛ نو هغه ذاتُ أنواط ده، نو هغه پرې کړئ.
او څوك چې هغه دين وپېژني چې الله خپل رسول ﷺ ورسره مبعوث کړی، او د نن زمانې د شرك او بدعت د خلکو حالات وګوري، نو پوه به شي چې د سلف صالحينو او د وروسته خلکو تر منځ مسافت د مشرق او د مغرب تر مسافت هم ډېر دی. هغوی په يوه لار وو او دا خلک په بله لار دي.
لکه څنګه چې ويل شوي دي: سَارَتْ مُشَرِّقَةً وَسِرْتَ مُغَرِّبًا = شَتَّانَ بَيْنَ مُشَرِّقٍ وَمُغَرِّبِ
ترجمه: هغوی نمر خاته ته روان شول او ته نمر پريوته ته ولاړې؛
د مشرق او د مغرب تر منځ څومره لوی فرق دی.
ماخذ : د إغاثة اللهفان في مصايد الشيطان کتاب (1/371).

شاركنا بتعليق


أربعة × 4 =




بدون تعليقات حتى الآن.