ریاضُ الإيمان: د وېرې او هيلې تر منځ – لومړۍ برخه
الأثنين _30 _مارس _2026AH admin
الحمد لله رب العالمين، وبه نستعين، اللهم صلِّ على محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.
ګرانو وروڼو او خويندو! په دې مسئله کې، يعنې د وېرې او هيلې تر منځ، د بنده لپاره ضروري ده چې له خپل رب څخه وېرېدونکی هم وي، او د هغه د رحمت هيلهمن هم وي. همدارنګه بايد د وېرې او هيلې حدود او ضوابط مراعت کړي. ځکه بنده بايد پوه شي چې که وېره ډېره شي، د نااميدۍ او مايوسۍ خطر پيدا کېږي، او که وېره کمه شي، نو د زياتو هيلو او له حده اوښتې اميد خطر منځ ته راځي.
وېره يوه لويه عبادت ده او د بندګۍ له لوړو درجو څخه ده. د وېرې اصل دا دی چې هغه څه چې تا د الله سبحانه وتعالى له حرامو شيانو څخه منع کړي، هماغه حقيقي وېره ده.
وېره داسې حالت دی چې د زړه په دننه کې د يوې ناپسندې پېښې د رامنځته کېدو له اندېښنې څخه پيدا کېږي. د دې له امله د انسان په زړه کې بېقراري، تنګوالی، اضطراب او د زړه د درزا زياتوالی رامنځته کېږي.
د وېرې نور الفاظ او درجې هم شته، لکه: خشيت، رهبت او اجلال.
ابن القيم الجوزية رحمه الله فرمايي:
-خوف د عامو مؤمنانو لپاره دی.
-خشيت د علماوو لپاره ده.
-رهبت د محبت لرونکو لپاره ده.
-اجلال د الله د مقربو بندګانو لپاره دی.
الله سبحانه وتعالی د وېرې په اړه فرمايي:﴿فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ﴾
ترجمه: له هغوی مه وېرېږئ، بلکې له ما څخه وېرېږئ.
او فرمايلي دي ﴿وَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ﴾ ترجمه: او يوازې له ما څخه ووېرېږئ.
نو وېره يوه لويه او واجبه عبادت ده او د بندګۍ له لوړو درجو څخه شمېرل کېږي. همدا وېره بنده د الله سبحانه وتعالى او د هغه د رسول ﷺ له منع شويو کارونو څخه منع کوي.رسول الله ﷺ فرمايلي دي: (زه له تاسو ټولو څخه تر ټولو زيات الله پېژنم او تر ټولو زيات له هغه څخه وېرېږم)
او عائشة بنت أبي بكر رضي الله عنها له نبي ﷺ څخه د سورة المؤمنون د دې آيت په اړه پوښتنه وکړه:﴿وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوْا وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَىٰ رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ﴾
هغې وويل: اې د الله رسوله! آيا دا هغه کسان دي چې زنا کوي، غلا کوي او شراب څښي؟
نبي ﷺ وفرمايل: (نه، اې د ابوبکر لورې! بلکې دا هغه کسان دي چې لمونځ کوي، روژه نيسي او صدقه ورکوي، خو بيا هم وېره لري چې هسې نه د دوی اعمال قبول نه شي).
نو بنده له دې څخه وېرېږي چې هسې نه د هغه اعمال قبول نه شي.
له همدې امله د بنده لپاره ضروري ده چې د وېرې او هيلې تر منځ توازن وساتي؛ ځکه چې نن سبا د ډېرو مسلمانانو په حال کې د وېرې کمی او د هيلې زياتوالی ليدل کېږي. ان شاء الله، په راتلونکې کې به د دې نور تفصيل هم بيان شي.






شاركنا بتعليق
بدون تعليقات حتى الآن.