عقيدوي غلطياني

الأثنين _13 _أبريل _2026AH admin
عقيدوي غلطياني

د قبرستان په شروع (مخکنۍ برخه) کې د مړي د دفن کولو حرص:
له فضیلة الشیخ محمد بن صالح العثيمين رحمه الله تعالى څخه پوښتنه وشوه:ځینې خلک چې کله د هغوی مړی د مدینې منورې نه بهر یا دننه وفات شي، نو هغوی هڅه کوي چې هغه په (مقبره) جنت البقیع کې دفن کړي، او خاصكر دا غواړي چې د قبرستان په شروع (مخکنۍ برخه) کې دفن شي. کېدای شي هغوی دا ګمان کوي چې مخکنۍ برخه د وروستۍ برخې نه غوره ده، د دې حکم څه دی؟
نو شیخ رحمه الله تعالى ځواب ورکړ:که مړی د مدینې ښار ته نږدې وي، نو بقیع ته یې وړل ښه او غوره دي، ځکه نبي ﷺ دعا کړې ده: (اَللّٰهُمَّ اغْفِرْ لِأَهْلِ بَقِيعِ الْغَرْقَدِ)
اې الله! د بقیع غرقد د خلکو مغفرت وکړه.
خو که مړی لرې وي، نو هلته یې وړل ضروري نه دي، او دا چې د قبرستان په شروع کې دفن کول افضل وبلل شي، نو د دې هېڅ اصل نشته، ځکه د قبرستان مخکنۍ او وروستۍ برخه ټولې برابرې دي.
ماخذ : مجموع فتاویٰ و رسائل العثیمین (17/446).

شاركنا بتعليق


خمسة عشر − 13 =




بدون تعليقات حتى الآن.