د ایمان فضا – د الله تعالی په اړه علم او معرفت

الأثنين _13 _أبريل _2026AH admin
د ایمان فضا – د الله تعالی په اړه علم او معرفت

الحمدلله، اللهم صل على رسول الله ﷺ د الله تعالی پېژندنه (علم بالله):
دا دا ده چې بنده د خپل رب حق وپېژني، د هغه قدرت، پراخ علم، د رزق فراواني او نعمتونه درك کړي. او کله چې پوه شي چې دا ټول کاینات، آسمانونه، ځمکه او د دوی ترمنځ او تر ځمکې لاندې هر څه د الله سبحانه وتعالی مخلوق دي، نو دا درك کوي چې الله تعالی خالق او عالم دی، او پیدا کول او حکم یوازې د هغه لپاره دي.
کله چې بنده دا عظیم علم او قدرت په خپل نفس، روح، رزق، بدن او ضمیر کې احساس کړي، او د آسمانونو او ځمکې په لویه پیداېښت فکر وکړي، او دې آیت ته پام وکړي: (لَخَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ)ترجمه: د آسمانونو او ځمکې پیداېښت د انسان له پیداېښت نه ډېر لوی دی.
او کله چې بنده د دنیا ټول مخلوقات یاد کړي-لوړ او ټیټ، ستوري، کهکشانونه، سمندرونه، غرونه، حیوانات، انسانان، پېریان، مرغان او حشرات-نو آخرت یې هم ذهن ته راځي: هغه ورځ چې ځمکه او آسمان بدل شي، سمندرونه اور شي، غرونه نرم او والوځي، ټول مخلوقات فنا شي، بیا الله سبحانه وتعالی ټول بېرته راژوندي کړي تر څو حساب او جزا وشي، هلته به ملائکې، انسانان او پېریان حاضر وي، او هر نفس به خپل عملونه ویني: نېک عملونه به د خوشحالۍ سبب شي ، او بد عملونه به د افسوس.کله چې بنده دا حقیقت درك کړي، نو خپل رب عظیم ګڼي، چې هغه قادر، اورېدونکی، لیدونکی او پر هر څه قادر دی.
شیخ الاسلام رحمه الله وایي:د شریعت هدف دا دی: چې زړونه له خپل خالق سره وتړي، هغه مؤمن چې زړه یې له الله ﷻ سره تړلی وي، نو هېڅ شی د هغه لپاره له الله ﷻ نه لوی نه وي. هر څه-مخلوقات، مصیبتونه، نعمتونه، حالات، اختلافات او ستونزې-انسان ته د الله ﷻ یاد ورپه زړه کوي.
د حضور قلب مثالونه:
-لومړی مثال: په مصیبت کې بنده سمدستي خپل رب ته رجوع وکړي، که څه هم مصیبت ډېر لوی وي.
-دوهم مثال: کله چې بنده له خوبه راویښ شي، نو سمدستي د اللهﷻ ذکر وکړي، له هر څه مخکې ، د قرآن او سنت له لارې د اللهﷻ پېژندنه او توحید مضبوطول یوازې معلومات یا حفظ کول نه دي، بلکې دا د مثالونو، کیسو، خبرو اترو، د اللهﷻ د نعمتونو او مخلوقاتو یادونه، هڅونه او وېره ورکول، او عقلي دلایل دي،په توحید ښوونه کې فرق دا دی چې یوازې معلومات ورکوونکی یا حفظ ورکوونکی نه وي، بلکې داسې ښوونکی وي چې خپله هم پر توحید عمل کوي:د الله تعظیم کوي، له هغه وېره لري، په هغه امید لري، د هغه د ملاقات هیله لري، د احکامو پیروي کوي او له نواهیو ځان ساتي ، په لنډ ډول: ښوونکی باید له توحید سره داسې اړیکه ولري چې د هغه په عمل، خشوع، اخلاقو، د دین سره مینه، د قرآن اغېز، نصیحت او نېکو عملونو کې ښکاره شي، او په لمانځه کې هم ښه چلند ولري.
نو د توحید تعلیم یوازې درس ورکول یا متن حفظ کول نه دي، بلکې دا یو ژوند دی چې مونږ یې په خپل عمل، چلند او د آخرت په تیاري کې عملي کوو، مونږ باید د دنیا له زینت، خواهشاتو او دوکې ځان وساتو.
هغه څوك چې د الله ﷻعظمت پېژني، د هغه لپاره دنیا، ستونزې، مصیبتونه، خواهشات او د خلکو شمېر کم ارزښت لري، هغه څوك چې د اللهﷻ عظمت پېژني، د مخلوق خوښي یا ظاهري نرمي ورته ارزښت نه لري، او د الله ﷻ له رضا پرته د چا د خوشحالولو هڅه نه کوي، او د هغه لپاره طاعتونه اسانه کېږي او نېکي لارې ورته آسانه کېږي.
د الله ﷻ عظمت پېژندنه زړه ژوندی کوي، په ذکر کې خوند پیدا کوي، قرآن د زړه لپاره د پسرلي په څېر ګرځي، د سنت پېژندنه روښانه کوي، د اهل سنتو سره مینه پیدا کوي، او د هر خیر اصل توفیق دی، او د توفیق کلي دعا ده. والله أعلم.

شاركنا بتعليق


اثنان × خمسة =




بدون تعليقات حتى الآن.