د نبي کریم ﷺ د مینې وجوب، د هغه لوړ مقام، او د الله سبحانه وتعالی له لوري د هغه ﷺ ملاتړ
السبت _6 _يونيو _2026AH admin
الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله ﷺ .
ټولې ستاینې د الله ﷻ لپاره دي، او درود او سلام دې وي پر د الله رسول محمد ﷺ.
د نبي کریم ﷺ سره مینه کول فرض او لازمي دي، ځکه چې هغه ﷺ فرمایلي دي:
(ستاسې هېڅ یو کس تر هغه کامل مؤمن نه شي کېدای، تر څو چې زه هغه ته د هغه له پلار، اولاد او ټولو خلکو نه زیات محبوب نه شم).
بلکې د نبي ﷺ مینه باید د انسان تر خپل ځان هم زیاته وي، هو! د هغه ﷺ مینه باید په زړه کې داسې ځای ونیسي چې بشپړه ثابته او راسخه شي، ځکه الله سبحانه وتعالی دا په مونږ فرض کړې ده. ځکه رښتینې او خالصه مینه انسان دې ته اړ کوي چې په هر کوچني او لوی کار کې د نبي ﷺ مكمل پیروي وکړي، د هغه ﷺ اقتدا زده کړي، او د نفس، خواهش، نظر، شهوت او شبهې له مخې د هغه ﷺ له مخالفت څخه ځان وساتي.
حقیقي مینه د انسان په زړه کې د نبي ﷺ د لیدلو، د هغه ﷺ د صحبت، ملګرتیا او په جنت کې د انبیاء، صدیقینو، شهیدانو او صالحانو سره د یو ځای کېدو ارزو پیدا کوي.
اې د رسول ﷺ عاشقه! یاد ولره : الله ﷻ خپل نبي ﷺ غوره کړی دي ، او نږدې کړی دي ، هغه ﷺ یې د ټولو انسانانو سردار ګرځولی دي، او په ټولو مخلوقاتو یې فضیلت ورکړی دی.
او دا هم یاد ولره چې الله سبحانه وتعالی هغه ﷺ د هدایت پیغام راوړونکی رالېږلی دي ، ترڅو خلك له تیارو څخه د رڼا لوري ته وباسي.
او دا هم په یاد ولره چې نبي ﷺ څومره سختۍ وزغملې:په طائف کې د هغه ﷺ مبارکو قدمونو څخه وینه وبهېده، او په غزوه اُحد کې د زغرو کړۍ د هغه ﷺ په مبارکو مخونو کې ننوته،هغه ﷺ په کندې کې ولوېد،د هغه ﷺ مبارك غاښونه مات شول،او د هجرت پر مهال یې تعقیب وشو، او هغه ﷺ د الله ﷻ په لاره کې داسې جهاد وکړ لکه څنګه چې حق یې و، او د مشرکینو او منافقینو ازارونه یې وزغمل.
نو څنګه ممکنه ده چې مونږ له هغه ذات سره مینه ونه کړو چې مونږ ته یې د نجات لاره راښودلې، د جهنم له لارې یې خبر کړي یو، امت ته یې هر خیر ښوولی او له هر شر څخه یې منع کړي یو؟
هر وخت کفار، منافقین او د هغوی پلویان د دین، الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول ﷺ سپکاوی کوي، خو الله سبحانه وتعالی د خپل دین مرسته کوونکی، د خپلو رسولانو ملاتړ کوونکی، خپل اولیاء عزت ورکوونکی او خپل نور مكمل کوونکی دی، که څه هم کافران، مشرکان او منافقان یې بد ګڼي.
الله سبحانه وتعالی د خپل رسول ﷺ د ملاتړ په اړه فرمایلي دي: (إنا لننصر رسلنا والذين آمنوا في الحياة الدنيا بالآخرة) ترجمه (بېشکه مونږ له خپلو رسولانو او مؤمنانو سره په دنیا او آخرت کې مرسته کوو)
او د خپل محبوب محمد ﷺ په اړه یې فرمایلي دي: (إن شانئك هو الأبتر) ترجمه (بېشکه ستا دښمن بې نومه او بې نښانه پاتې کېږي.) یعنې هغه به ذلیل، رسوا او له هر خیر څخه محروم وي.
نو څوك چې د رسول الله ﷺ سپکاوی وکړي، هغه د هر خیر څخه بې برخې دی.
او الله تعالی فرمایلي دي: (إنا كفيناك المستهزين) ترجمه : (بېشکه مونږ ستا لپاره د مسخره کوونکو په مقابل کې کافي یو.)
او فرمایلي دي: (ورفعنا لك ذكرك) ترجمه : (او مونږ ستا ذکر لوړ کړی دی.)
نو نبي کریم ﷺ لوړ ذکر لرونکی، لوړ مقام لرونکی، عالي اخلاق لرونکی او ډېر لوړ شان والا دی.
تر قیامت پورې هر مسلمان چې هر عبادت کوي، د هغه ثواب نبي ﷺ ته هم رسېږي.
صحابه کرام رضی الله عنهم به چې کله کفارو د رسول الله ﷺ سپکاوی کاوه، نو هغوی به د الله د نصرت او د دښمن د ماتې په امید خوشحاله کېدل.
د نبي ﷺ سپکاوی کفر او رسوایي ده.
نو اې ظالمه! د هلاکت او عذاب زیری واوره.
څوك چې د رسول الله ﷺ سپکاوی کوي، هغه د ذلت، رسوایي او تباهۍ مستحق دی، او څوك چې دا سپکاوی خپروي یا یې خوښوي، هغه هم له سخت انجام څخه نه شي بچ کېدای.
اې د زمانې ګران قیمتي گوهره! اې د الله محبوب ﷺ!
ستا لپاره د زړونو خالصه مینه ده.اې د عظمت او مېړانې عنوانه!
اې د حق څراغه! اې د ژوند رڼا!ستا په راتګ سره ټوله کاینات روښانه شوه،
او ستا د وفات په ورځ غم خپور شو.اې د دواړو جهانو تاجدار!
تا عقلونو ته رڼا ورکړه،وحی دې تیاره زړونه روښانه کړل،
شریعت دې مړه زړونه ژوندۍ کړل، او د الله په فضل دې خلك وروڼه کړل.
اې د رحمت پیکره! ستا وروسته خلك د الله ﷻ په فضل سره پاك وروڼه شول.
ستا لپاره زمونږ سرونه قربان، ته غوره انسان یې، د ښکلي ذکر خاوند یې،
او د عزت خلکو زینت یې.مونږ خپل مور او پلار او اولادونه هم ستا قربانوو،
ځکه د شفاعت په ورځ ستا لوی احسانونه دي.
اې محبوب ﷺ! دا نظمونه او نعتي کلمات ستا د ستاینې لپاره وړاندې شول، که څه هم ستا د شان بیانولو څخه عاجز دي.ته د ټولو مخلوقاتو شفاعت کوونکی یې،
او د حوضِ کوثر اوبه د تږو لپاره ورکوونکی یې.
او اې د فرانسې شیطانو او سپکاوی کوونکو! پر تاسو دې جګړه او رسوایي وي.






شاركنا بتعليق
بدون تعليقات حتى الآن.