د ابن آدم پر خلاف د شیطان مکرونه او فریبونه (جلد 17) –

السبت _6 _يونيو _2026AH admin
د ابن آدم پر خلاف د شیطان مکرونه او فریبونه (جلد 17) –

اخلاقي چلند او د ایمان اړوند مسایل:
ابن القیم رحمه الله تعالى وایي:
د شیطان له لویو فریبونو څخه یو دا دی چې هغه د مشرکانو لپاره کوم قبر ډېر لوی او محترم وښيي، بیا د خلکو په زړونو کې د هغه تعظیم واچوي، تر دې چې هغوی هغه بت (معبود) وګرځوي او د الله ﷻ پرته د هغه عبادت شروع کړي.
بیا شیطان د خپلو پیروانو په زړونو کې دا خبره اچوي چې څوك د دې قبر له عبادت څخه خلک منع کړي، یا یې د عید ځای ګرځولو او بت جوړولو څخه منع کړي، نو هغه د دې سپکاوی کوي او د هغه حق کموي.
په اخر کې جاهل مشرکان د داسې موحدینو (توحید پرستانو) د وژلو او سزا ورکولو په لټه کې شي او هغوی کافران بولي، حال دا چې د هغوی (جرم) یوازې دا وي چې هغوی د الله ﷻ او د هغه د رسول ﷺ د حکم مطابق خلك له شرك څخه منع کوي، او له دې کار څخه یې منع کوي چې قبرونه بتان وګرځول شي، پرې څراغونه بل شي، پرې مسجدونه او ګنبدونه جوړ شي، هغوی کلک کړل شي، ښکل کړل شي، لمس کړل شي، له هغوی څخه دعا وشي یا د هغوی په وسیله دعا وشي، یا د هغوی لوري ته سفر وشي، یا له هغوی څخه مرسته وغوښتل شي.
دا ټول کارونه د اسلام د دین خلاف دي، ځکه د اسلام اصلي هدف توحید خالص کول دي، یعنې یوازې د الله ﷻ عبادت کول.
کله چې یو موحد له دې کارونو منع کوي، نو مشرکان ورباندې غصه کېږي، زړونه یې تنګ شي، او وایي چې دا خلك د بزرګانو بې‌ادبي کوي او د هغوی قدر نه کوي.
دا خبره د ځینو جاهلانو او حتی د هغو کسانو په زړونو کې هم ننوځي چې ځانونه د علم او دین طرف ته منسوبوي، تر دې چې هغوی د اهل توحید سره دښمني پیل کړي، پر هغوی لوی لوی تورونه ولګوي، او خلك له هغوی څخه لرې کړي، حال دا چې د مشرکانو عزت کوي او هغوی د الله ﷻ اولیاء او د دین مددګاران ګڼي.
حال دا چې حقیقت دا دی چې الله سبحانه وتعالی له دې خبرو پاك دی. د اللهﷻ رښتیني اولیاء هغه کسان دي چې متقي وي، د هغه اطاعت کوي، د هغه د دین پیروي کوي، د هغه د رسول ﷺ تعلیمات پېژني او پرې عمل کوي، او خلک همدې لارې ته رابلي – نه هغه کسان چې دروغجن دعوې کوي، جعلي شان و شوکت جوړوي، جعلي لباس اغوندي او خلک غولوي، خلك له سنتِ نبوي څخه منع کوي او هغوی له سیده لارې اړوي، حال دا چې دوی ګمان کوي چې ښه کار کوي.
ماخذ : اغاثة اللهفان في مصايد الشيطان ،( 1/384)

شاركنا بتعليق


عشرين − 18 =




بدون تعليقات حتى الآن.