د امیر لپاره د نېکو او صالحو مشاورینو اهمیت

الخميس _25 _يونيو _2026AH admin
د امیر لپاره د نېکو او صالحو مشاورینو اهمیت

سعید بن عبدالعزیز رحمه الله تعالى وایي : چې کله سلیمان بن عبدالملك خلیفه شو، نو هغه عمر بن عبدالعزیز رحمه الله تعالى ته وویل:
(اې ابو حفصه! ته وینې چې مونږ په داسې منصب ټاکل شوي یو چې د هغې د تدبیر او چلولو تجربه راسره نه وه، نو ته چې د خلکو د خیر او مصلحت کومه خبره مناسبه ګڼې، مونږ ته پرې امر وکړه).
نو د عمر بن عبدالعزیز په مشوره د -حجاج الثقفي -له خوا ټاکل شوي عاملان له دندو لرې کړل شول، لمونځونه په خپلو ټاکلو وختونو کې ادا کېدل شروع شول، حال دا چې مخکې به هغه له خپل وخت څخه ځنډول کېدل، او له دې پرته په نورو ډېرو مهمو چارو کې به سلیمان د عمر بن عبدالعزیز مشوره اخیسته او هغه یې منله).
دا هم روایت شوی دي: چې سلیمان حج وکړ، کله چې هغه د عرفات په میدان کې د خلکو لویه غونډه ولیده، نو عمر بن عبدالعزیز ته یې وویل: (ایا ته دا لوی مخلوق نه وینې، چې شمېر یې له الله ﷻ پرته بل هېڅوك نه شي شمېرلی؟)
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله تعالى وویل: (دا خلك نن ستا رعیت دي، خو سبا د قیامت په ورځ به ستا پر وړاندې د دعوې کوونکو په توګه ولاړ وي او له تا به خپل حقونه غواړي) دا خبره چې سلیمان واورېده، نو سخت وژړل.
امام ذهبي رحمه الله تعالى وایي:
(عمر بن عبدالعزیز د سلیمان لپاره رښتینی او خیر غوښتونکی وزیر و، وروسته سلیمان په دابق کې یوه اونۍ ناروغ و او هلته وفات شو، په داسې حال کې چې د هغه زوی داود د قسطنطنیې په غزا کې موجود و) ماخذ : سیر أعلام النبلاء، (5/125)

شاركنا بتعليق


5 × 3 =




بدون تعليقات حتى الآن.