د خوف لرونکو مقامونه

الخميس _25 _يونيو _2026AH admin
د خوف لرونکو مقامونه

د الله سبحانه وتعالیٰ ویره یو ډېر لوی ایماني مقام دی، چې د مؤمن په عملي او روحاني نښو کې څرګندیږي.
ټولې ستاینې یوازې د الله ﷻ لپاره دي، او الله سبحانه وتعالی دې پر خپل رسول ﷺ درود او رحمتونه نازل کړي.
د خوف لرونکو د مقامونو په باره كي امام ابن قیم رحمه الله تعالى وایي:
)خوف د الله ﷻ لوري ته د سلوك له مقاماتو څخه ډېر لوړ او د زړه خاوندانو لپاره تر ټولو ګټور مقام دی، او دا پر هر انسان فرض دی) نو الله تعالی فرمایي:﴿فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ﴾ ترجمه: (له هغوی مه وېرېږئ، بلکې له ما وېرېږئ که تاسو مؤمنان یاست)
او أم المؤمنين عائشې رضی الله تعالى عنها وویل: (اې د الله رسوله ! د الله ﷻ د دې آیت: ﴿وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوْا وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ﴾ مطلب دا دی :چې هغه څوك دی چې زنا کوي، شراب څښي او غلا کوي؟) نبي کریم ﷺ وفرمایل: (نه، اې د صدیق لورې! بلکې دا هغه څوك دی چې روژه نیسي، لمونځ کوي، صدقه ورکوي، خو بیا هم وېرېږي چې عمل یې قبول نه شي). امام ترمذي رحمه الله تعالى روایت کړیدي دا حديث ، او امام الباني رحمه الله تعالى هغه صحیح بللی دی.
او حسن بصري رحمه الله تعالى وایي: (په الله قسم! هغوی د طاعت کارونه کول، په کې یې ډېر زیار ایست، خو بیا هم وېرېدل چې عمل یې رد نه شي).
بېشکه مؤمن په ځان کې نېکي او ویره دواړه جمع کوي، خو منافق ګناه او بې وېرې توب سره یو ځای کوي.
او جنید رحمه الله تعالى وایي: (خوف دا دی چې انسان هر نفس د عذاب له وېرې سره واخلي).
په قرآن کې د (وجل، خشیت، رهبت او خوف” الفاظ راغلي دي، چې معناوې یې سره نږدې دي خو یو شان نه دي.
امام ابن قیم رحمه الله تعالى وایي: (خوف د عامو مؤمنانو لپاره دی، خشیت د عالمانو لپاره، هیبت د مینه کوونکو لپاره، او اجلال د نږدې بندګانو لپاره دی(.
او دا نبي کریم ﷺ چې د ټولو وېرېدونکو سردار دی، فرمایي:(زه ستاسو په منځ کې تر ټولو زیات الله ﷻ پېژندونکی او تر ټولو زیات له هغه وېرېدونکی یم)
په صحیحینو کې روایت شوی دي، او د خوف له نښو څخه یوه دا ده چې ابراهیم بن شیبان رحمه الله تعالى وایي: (کله چې ویره په زړونو کې ځای ونیسي، نو د خواهشاتو ځایونه سوځوي او د دنیا مینه ترې وباسي).
لکه څنګه چې نبي ﷺ فرمایلي دي: (دوه وږي لیوان چې د پسونو په رمه کې پرېښودل شي، دومره فساد نه کوي لکه د مال او مقام حرص چې د انسان دین خرابوي).
امام ترمذي رحمه الله تعالى داحديث روایت کړیدي.
او د وېرېدونکي بنده له نښو څخه دا هم ده : کله چې نعمت ورته ورسېږي نو وېرېږي چې د شکر حق یې ادا نه کړي؛ کله چې ګناه ترې وشي نو د عذاب څخه وېرېږي؛ کله چې نېکي وکړي نو وېرېږي چې قبول به نه شي؛ او کله چې بدۍ وویني نو د الله له عذاب او نیولو څخه وېرېږي، لکه الله تعالی چې د بني اسرائیلو په اړه فرمایلي: ﴿ لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ…﴾ ترجمه: (د بني اسرائیلو له کافرانو څخه هغه کسان لعنت شول چې د داود او عیسی بن مریم په ژبه پرې لعنت وشو، ځکه چې هغوی نافرماني وکړه او له حد څخه واوښتل..)
او د خوف لرونکي له نښو څخه دا هم ده : چې خپل عمل د جنت قیمت او د جهنم د خلاصون بدله نه ګڼي، بلکې ځان د الله ﷻ د رحمت او فضل محتاج ګڼي.
او وېرېدونکی هغه نه دی : چې خپل طاعت پر الله ﷻ احسان وګڼي، نه خپل عقل او خواهش د الله ﷻ په مقابل کې حاکم کړي، بلکې هغه څوك دی چې د الله ﷻ حکم، شریعت او تقدیر ومني، که یې عقل پوهېږي او که نه، او که یې نفس خوښوي او که نه).
او څوك چې د شریعت ځینې برخې ومني او ځینې رد کړي، هغه د خپل عقل او خواهش بندګی کوي، نه د الله ﷻ حقیقي بندګي.
او وېرېدونکی بنده له شبهاتو، په ځانګړي ډول د خوراك او څښاك په چارو کې، ځان ساتي. څوك چې له شبهاتو ځان وساتي، خپل دین او عزت یې خوندي کړ، او څوك چې شبهاتو کې ولوېږي، په حرام کې لوېږي، لکه شپونکی چې د منع شوې سیمې سره نږدې خپل مال څرولې وي، ډېر ژر به پکې داخل شي، پوه شئ! هر پاچا یوه منع شوې سیمه لري، او د الله ﷻ منع شوې سیمه د هغه حرام کړل شوي شیان دي).
او د وېرېدونکو د مقامونو څخه هغه هم دی: چې هروي رحمه الله تعالى یې یادونه کړې ده: د بنده ویره درې ډوله ده: د سزا ویره، د الله ﷻ د پټې تدبیر او بد انجام ویره (یعنې له هدایت وروسته ګمراه کېدل)، او د الله ﷻ د عظمت او جلال له امله پیدا شوې ویره). والله أعلم، وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم.

شاركنا بتعليق


ثلاثة + اثنا عشر =




بدون تعليقات حتى الآن.