د نږدې مړي شوي کس په باره كي دا ويل: (الله سبحانه وتعالی هغه ياد کړ).

الثلاثاء _21 _يوليو _2026AH admin
د نږدې مړي شوي کس په باره كي دا ويل: (الله سبحانه وتعالی هغه ياد کړ).

د عقيدې له تېروتنو څخه يوه تېروتنه:
علامه شيخ محمد بن صالح العثيمين رحمه الله تعالی څخه د هغه چا په باره كي پوښتنه وشوه ، چې د يو کس له وفات وروسته خلك وايي: ( الله سبحانه وتعالی هغه ياد کړ).
شيخ رحمه الله تعالی په جواب کې وفرمايل:که د ويناوال موخه دا وي چې الله سبحانه وتعالیٰ هغه مخکې هېر کړی و، بيا يې ياد شو او وروسته يې روح قبض کړ، نو دا کفريه خبره ده، ځکه له دې خبرې څخه دا لازمېږي چې ګواکې الله ﷻ نه هېرېږي، (والعياذ بالله)حال دا چې الله سبحانه وتعالیٰ له هر ډول هېرېدنې څخه پاك دی.
لکه څنګه چې حضرت موسیٰ عليه السلام د فرعون د پوښتنې په ځواب کې وفرمايل: ﴿قَالَ فَمَا بَالُ الْقُرُونِ الْأُولَىٰ ۝ قَالَ عِلْمُهَا عِندَ رَبِّي فِي كِتَابٍ ۖ لَا يَضِلُّ رَبِّي وَلَا يَنسَىٰ﴾ – سورة طه: (52-۵۱)
ترجمه : ( فرعون وويل: د پخوانيو امتونو حال به څه وي؟ موسیٰ عليه السلام وويل: د هغوی علم زما د رب سره په يوه کتاب کې خوندي دی، زما رب نه تېروځي او نه هېرېږي) .
خو که ويناوال ناپوه وي او موخه يې يوازې دا وي: چې الله سبحانه وتعالیٰ هغه خپل طرف ته ور وغوښت، يا يې روح قبض کړ، نو په دې وينا کافر نه ګرځي ، مګر بايد خپله ژبه له داسې الفاظو څخه وساتي ، ځکه دا ډول الفاظ د الله رب العالمين د کمال په باره كي د نقص او نيمګړتيا ګومان پيدا کوي.
د دې پر ځای بايد داسې ووايي: -الله سبحانه وتعالی هغه ته وفات ورکړ.
-الله سبحانه و تعالی هغه خپل طرف ته وروباله.
-هغه وفات شو.
-الله سبحانه و تعالی د هغه روح قبض کړ.
ماخذ: مجموع فتاوى ورسائل الشيخ ابن عثيمين، ۱۷ ټوك، ۴۵۳ مخ.

شاركنا بتعليق


خمسة × واحد =




بدون تعليقات حتى الآن.