د قبرونو عبادت کوونکي خلك په دې فتنه کې څنګه اخته شول؟ (لومړۍ برخه)

الثلاثاء _21 _يوليو _2026AH admin
د قبرونو عبادت کوونکي خلك په دې فتنه کې څنګه اخته شول؟ (لومړۍ برخه)

اخلاق او ايمانيات:
که دا پوښتنه وشي: د قبرونو عبادت کوونکي خلك څنګه په دې فتنه کې اخته شول، حال دا چې هغوی پوهېږي چې په قبرونو کې ښخ شوي کسان مړه دي، نه چا ته ګټه رسولای شي، نه زيان، نه د مرګ او ژوند واك لري او نه د بيا راژوندي کولو توان؟
جواب دا دی :چې په دې فتنه کې د هغوی د اخته کېدو څو وجوهات دي، چې ځينې يې دا دي:
۱- د توحيد په باره كي ناپوهي: تر ټولو ستر لامل دا دی ، چې هغوی له هغه حقيقت څخه ناخبره وو، د کوم لپاره چې الله سبحانه وتعالیٰ خپل رسول ﷺ، بلکې ټول انبياء عليهم السلام، رالېږلي وو، يعنې د خالص توحيد ټينګول او د شرك د ټولو لارو او وسيلو له منځه وړل، او د دغو خلکو د توحيد علم ډېر کم و، نو شيطان هغوی بې لارې کړل، او له هغوی سره دومره صحيح علم نه و چې د شيطان شبهې رد کړي، له همدې وجي نه ، هغوی د خپلې ناپوهۍ په اندازه د شيطان بلنې ته غاړه کېښوده، او د صحيح علم په اندازه ترې خوندي پاتې شول.
۲- جعلي او له ځانه جوړ شوي حديثونه : نو دوهم لامل هغه درواغجن او له ځانه جوړ شوي حديثونه دي چې د قبرونو په اړه غلو کوونکو خلکو رسول الله ﷺ ته منسوب کړي دي، حال دا چې دا حديثونه د هغه ﷺ د دين او راوړل شويو لارښوونو ښکاره مخالف دي. لکه دا روايت: (کله چې ستاسو چارې ستونزمنې شي، نو د قبرونو له اوسېدونکو څخه مرسته وغواړئ)
او دا روايت: که له تاسو څخه يو څوك د کومې تيږې په اړه ښه ګومان ولري، هماغه تيږه به ورته ګټه ورسوي)
دا او دې ته ورته ټول روايتونه د اسلام له تعليماتو سره په ټکر کې دي، دغه روايتونه مشرکانو جوړ کړي دي، او ناپوهانو او بې لارو خلکو منلي دي، حال دا چې الله سبحانه وتعالیٰ خپل رسول ﷺ د دې لپاره رالېږلی و، چې هر هغه عقيده له منځه يوسي چې په هغې کې له تيږو، قبرونو يا نورو مخلوقاتو څخه هيلې او مرستې تړل کېږي، او رسول الله ﷺ خپل امت د قبرونو له فتنې څخه د هرې ممکنې لارې په وسيله ژغورلو ته لارښوونه کړې ده.
ماخذ : إغاثة اللهفان في مصايد الشيطان، د امام ابن القيم رحمه الله، ۱ ټوک، ۳۸۷ مخ (د عطاءات العلم چاپ).

شاركنا بتعليق


واحد × ثلاثة =




بدون تعليقات حتى الآن.