د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله تعالی د عدالت او امانت يوه عبرتناکه کيسه

الثلاثاء _21 _يوليو _2026AH admin
د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله تعالی د عدالت او امانت يوه عبرتناکه کيسه

پند او عبرت: امام ليث رحمه الله تعالی وايي: کله چې عمر بن عبدالعزيز رحمه الله تعالی خليفه شو، نو تر ټولو لومړی يې له خپل کورنۍ څخه د حساب اخيستلو پيل وکړ، هغه هغه مالونه چې د بني اميه د ځينو کسانو په لاس کې وو او په ناحقه ترلاسه شوي وو، بېرته د بيت المال خزانې ته وګرځول او هغه يې مظالم (په ناحقه اخيستل شوي مالونه) وبلل.
بني اميه له دې کاره سخت اندېښمن شول او د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله تعالی له ترور فاطمې بنت مروان څخه يې وغوښتل چې د دوی لپاره سپارښتنه وکړي، هغې عمر بن عبدالعزيز رحمه الله تعالی ته پيغام ولېږه چې( له تاسو سره يو مهم کار لرم) او له دې وروسته، هغه د شپې له خوا د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله تعالی کور ته ورغله. عمر بن عبدالعزيز رحمه الله تعالی هغه له خپلې سپرلۍ څخه راکوزه کړه، په ډېر درناوي يې کښېنوله، بيا يې وويل ( ترورجانې! تاسې د خبرو کولو زياته وړتيا لرئ) هغې وويل: (اې اميرالمؤمنينه! لومړی تاسې خبرې وکړئ .
عمر بن عبدالعزيز رحمه الله تعالی وويل : (الله سبحانه وتعالیٰ ، نبي كريم محمد ﷺ د رحمت په توګه رالېږلی و، نه د عذاب په توګه ، بيا الله سبحانه وتعالی هغه خپل طرف ته يووړ،( يعني وفات شو) خو هغه ﷺ د امت لپاره يو داسې سيند پرېښود چې ټول خلك به ترې په مساوي ډول ګټه اخيسته، بيا ابوبکر صديق رضي الله عنه راغی، هماغه سيند يې پر خپل حال پرېښود. له هغه وروسته عمر بن الخطاب رضي الله عنه راغی، هغه هم د خپل مخکيني په لاره روان شو ، خو له هغه وروسته، له دغه سيند څخه يو په بل پسې ويالې وايستل شوې، تر دې چې د ( يزيد، مروان، عبدالملك، وليد او سليمان د واکمنۍ په زمانه کې د دغه سيند اوبه په پرله‌پسې توګه کمېدلې – اوس چې خلافت ماته را رسېدلی، نو اصلي ستر سيند نږدې وچ شوی دی، او د هغه پر غاړو اوسېدونکي خلك به تر هغه وخته نه خړوبېږي، تر څو چې زه هغه بېرته خپلې لومړنۍ بڼې ته ونه ګرځوم) د دې خبرو له اورېدو وروسته، فاطمې بنت مروان وويل: (همدومره بس دي! نور به په دې اړه له تا سره هېڅ خبره ونه کړم). ماخذ : سير أعلام النبلاء، د امام ذهبي رحمه الله، ۵ ټوک، ۱۲۹ مخ.

شاركنا بتعليق


12 + ثمانية =




بدون تعليقات حتى الآن.