د مصیبت په وخت كي بېصبري او د الله ﷻ په تقدیر ناخوښي څرګندول
السبت _8 _أغسطس _2026AH admin
دعقیدوي تېروتنې:
له فضیلة الشیخ محمد بن صالح العثیمین رحمه الله تعالی څخه پوښتنه وشوه:
که یو څوك د مصیبت په وخت كي د الله ﷻ په تقدیر ناخوښي او ناراضګي څرګنده کړي، د هغه حکم څه دی؟
شیخ رحمه الله تعالی په ځواب کې وفرمایل:د مصیبت په وخت كي خلک څلور حالتونه لري:
لومړی حالت: ناخوښي او ناراضګي (تسخّط)
دا په څو ډولونو وي:
لومړی ډول: په زړه کې ناراضګي؛ یعنې انسان د خپل رب په تقدیر په زړه کې غوسه او ناخوښي احساس کړي او د الله ﷻ په پرېکړه راضي نه وي، دا کار حرام دی، او کله کله انسان تر کفر پورې هم رسولای شي.
الله ﷻ فرمايي: ﴿وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَى حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انْقَلَبَ عَلَى وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ﴾ [الحج: 11
ترجمه : ځینې خلک الله ﷻ داسې عبادت کوي چې که خیر ورته ورسېږي، خوشحاله او ډاډه شي، خو که کومه امتحان او مصیبت پرې راشي، نو بېرته له خپل دین څخه واوړي. داسې کس دنیا او آخرت دواړه له لاسه ورکړي، او همدا ښکاره تاوان دی)
دوهم ډول: په ژبه ناراضګي څرګندول، لکه: (هلاک شوم) (برباد شوم) او دې ته ورته خبرې کول. دا هم حرام دي.
دریم ډول: په بدن ناراضګي څرګندول، لکه په مخ وهل، ګرېوان څېرل، وېښتان شکول او دې ته ورته نور کارونه، دا ټول حرام دي او د واجب صبر خلاف دي.
دوهم حالت: صبر
لکه شاعر چې وايي: والصبر مثل اسمه مر مذاقته = لكن عواقبه أحلى من العسل.
ترجمه : صبر د خپل نوم په شان په خوند کې تریخ وي، خو پایله یې تر شاتو هم خوږه وي.
یعنې انسان مصیبت دروند احساسوي، خو د خپل ایمان په برکت یې زغمي. هغه د مصیبت راتلل نه خوښوي، خو ایمان یې د الله ﷻ پر تقدیر له ناخوښۍ څخه ساتي. د هغه په نظر د مصیبت راتلل او نه راتلل یو شان نه وي، خو بیا هم صبر کوي.
دا درجه واجب ده، ځکه الله ﷻ فرمایلي دي: ﴿وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ﴾ الأنفال: ( 46)
ترجمه : د الله ﷻ او د هغه د رسول ﷺ اطاعت وکړئ، خپلمنځي شخړې مه کوئ، ګنې کمزوري به شئ او ځواك به مو له منځه ولاړ شي، او صبر وکړئ، بېشکه الله ﷻ له صبر کوونکو سره دی.
دریم حالت: رضا:
یعنې انسان د مصیبت په باره كي داسې راضي وي چې د هغه لپاره د مصیبت راتلل او نه راتلل یو شان وي. نه پرې مصیبت دروند تمامېږي او نه یې په سختۍ زغمي. د راجح قول له مخې دا درجه مستحب ده، واجب نه ده.
د صبر او رضا ترمنځ فرق دا دی چې صبر کوونکی مصیبت سخت احساسوي، خو زغمي یې، خو راضي انسان ته د مصیبت راتلل او نه راتلل یو شان وي.
څلورم حالت: شکر:
دا تر ټولو لوړه درجه ده. یعنې انسان د مصیبت پر مهال هم د الله ﷻ شکر ادا کړي؛ ځکه پوهېږي چې دا مصیبت یې د ګناهونو کفاره ګرځي، او کېدای شي د هغه د درجې د لوړوالي سبب هم شي.
رسول الله ﷺ فرمایلي دي: (ما يصيب المسلم من نصبٍ ولا وصبٍ، ولا همٍّ ولا حزنٍ، ولا أذى ولا غمٍّ، حتى الشوكة يشاكها، إلا كفَّر الله بها من خطاياه)
ترجمه: مسلمان ته چې هر ډول ستړیا، ناروغي، اندېښنه، غم، تکلیف یا پرېشاني ورسېږي، حتی که یو اغزی هم ورننوځي، الله ﷻ د همدې په بدل کې د هغه ګناهونه ور وبښي.
مجموع فتاوى ورسائل الشيخ ابن عثيمين (17/467).






شاركنا بتعليق
بدون تعليقات حتى الآن.