د هېواد څارنه او دا معلومول چې ګناهونه پکې عام شوي نه وي

السبت _8 _أغسطس _2026AH admin
د هېواد څارنه او دا معلومول چې ګناهونه پکې عام شوي نه وي

عبرت اخيستونکې کيسه:
ويل کېږي چې يعقوب (د مغرب واکمن) په خپله پاچاهۍ کې شراب په مكمله توګه منع کړل او د شرابو پر استعمال يې سخته سزا وټاکله، تر دې چې په ټوله پاچاهۍ کې شراب بېخي ورك شول.
يوه ورځ يې خپل طبيب ابوجعفر ته وويل:
(زموږ لپاره ترياق (د زهر ضد درمل) جوړ کړه)
طبيب ورته وويل: چې د دې درملو د جوړولو لپاره شراب ته اړتيا ده، خو په هېڅ ځای کې نه پيدا کېږي. پاچا ورته وويل: په پټه يې د پيدا کولو هڅه وکړه.)
طبيب ډېره هڅه وکړه، خو په ټوله پاچاهۍ کې يې شراب پيدا نه کړل.
بيا پاچا وويل: ما ترياق ته اړتيا نه لرله، ما يوازې غوښتل دا معلومه کړم چې زما په هېواد کې په پټه شراب خو نه کارول کېږي.) ماخذ : سير أعلام النبلاء (21/318).

شاركنا بتعليق


تسعة عشر − 3 =




بدون تعليقات حتى الآن.