د رعیت په وړاندې د ترسره کېدونکو ظلمونو د پلټنې په اړه د حاکم احتیاط

الأحد _30 _أغسطس _2026AH admin
د رعیت په وړاندې د ترسره کېدونکو ظلمونو د پلټنې په اړه د حاکم احتیاط

کیسې او عبرتونه:
د معتضد رحمه الله تعالى په باره كي روایت شوی دي، چې یوه ورځ د هغه یو خادم راغی او ورته یې وویل: یو کب نیوونکي خپل جال په اوبو کې واچاوه، کله چې جال دروند شو، هغه یې راکش کړ؛ ویې لیدل چې په جال کې یوه بوجۍ ده، ده ګومان وکړ چې په دې کې به مال وي، خو کله چې یې خلاصه کړه، په هغه کې خښتې وې او د خښتو په منځ کې د یوې (حنا) نكريز لګولې ښځې لاس و.
کله چې معتضد رحمه الله تعالى دا ولیدل، ډېر سخت پرېشانه شو او کب نیوونکي ته یې امر وکړ چې بیا جال واچوي، هغه بیا جال واچاوه، نو یوه بله بوجۍ یې راوایسته چې په هغې کې د یوې ښځې پښه وه.
معتضد رحمه الله تعالى وویل: ایا زما په پاچاهۍ کې داسې څوك هم شته چې دا ظلم کوي؟! دا خو حکومت نه دی !
بیا یې په هغه ورځ خواړه ونه خوړل، له دې وروسته یې خپل یو باوري کس راوغوښت، هغه بوجۍ یې ورکړه او ورته یې وویل: « دا بوجۍ هغو خلکو ته یوسه چې دا ډول بوجۍ جوړوي، او معلومه کړه چې دا بوجۍ چا خرڅه کړې ده).
هغه کس لاړ او بېرته راغی، او د بوجۍ د خرڅونكي پلورونکي پته یې معلومه کړې وه، معلومه شوه چې یوه عطار له هغه څخه دا بوجۍ اخیستې وه، هغه عطار ته ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه. عطار وویل: (هو، فلاني هاشمي سړي له ما څخه لس بوجۍ اخیستې وې، او هغه یو ظالم سړی دی.
بیا یې نور هم وویل: ( ستاسو لپاره دومره پوهېدل بس دي چې هغه په یوې سندرغاړې ښځې مین و، هغه ښځه یې له خپل مالك څخه په کرایه واخیسته، بیا یې دعوه وکړه چې هغه ښځه تښتېدلې ده.
کله چې معتضد رحمه الله تعالى دا خبره واورېده، د شکر سجده یې وکړه، بیا یې هغه هاشمي سړی راوغوښت او د هغه ( و ژلي شوي وينځي) لاس او پښه یې ويسته، او د هغه مخې ته کېښودل، هغه سړی زېړ واوښت او په خپل جرم یې اعتراف وکړ.
نو معتضد رحمه الله تعالى د هغې وینځې مالك ته یې د هغې وينځي قيمت بیه ورکړه، او هغه هاشمي سړی یې زنداني کړ، ویل کېږي چې وروسته معتضد رحمه الله تعالى هغه وواژه)
ماخذونه : سیر أعلام النبلاء، ۱۳/۴۶۶.

شاركنا بتعليق


ثلاثة × 2 =




بدون تعليقات حتى الآن.