د (مرحوم روح زمونږ په منځ کې ده) ویل یوه غلط عقیده ده
الأحد _30 _أغسطس _2026AH admin
د عقیدې اړوند تېروتنې :
له فضیلة الشیخ محمد بن صالح العثیمین رحمه الله تعالى څخه پوښتنه وشوه چې د دې خبرې حکم څه دی : د مرحوم د روح په نوم، اې هغه روحه چې زمونږ په منځ کې اوسېږې! )
شیخ رحمه الله تعالى په ځواب کې وویل:
ځینې خلك کله چې کوم نېک عمل ترسره کړي، وایي: دا د فلاني د روح لپاره ډالۍ ده او یا ورته نورې خبرې کوي، د داسې الفاظو ویلو ته ضرورت نشته، ځکه مسلمان د ثواب د رسولو نیت د عمل له شروع كولو نه مخکې په زړه کې کوي، او د زړه نیت د ژبې له ویلو څخه بېنیازه دی،
البته که یو څوك په ژبه ووایي: اې الله! زما د دې عمل ثواب فلاني شخص ته ورپه برخه کړه ؛ نو په دې کې هېڅ حرج نشته.
خو دا ویل چې: د مرحوم روح زمونږ په منځ کې موجوده ده ؛ جائز نه دي؛ ځکه الله سبحانه وتعالى فرمایي:﴿وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ ۖ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَٰئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا﴾
ترجمه : او د هغه څه پیروي مه کوه چې ته پرې علم نه لرې، بېشکه غوږ، سترګه او زړه، د دې ټولو په اړه به پوښتنه کېږي).
مونږ ته دا معلومه نه ده چې د مرحوم روح زمونږ په منځ کې یا زمونږ په دننه کې موجوده ده، نو ځکه دا خبره هم له هغو خبرو څخه ده چې الله سبحانه وتعالی ترې منع کړې ده. ماخذونه : مجموع فتاوى ورسائل العثيمين، ۱۷/۴۵۵.
–






شاركنا بتعليق
بدون تعليقات حتى الآن.