د شیطان په اړه د انسان غفلت

الأحد _30 _أغسطس _2026AH admin
د شیطان په اړه د انسان غفلت

د شیطان څخه خبرداری، د هغه د چلونو بیانول او له هغه څخه د خلاصون لارې د الله سبحانه وتعالى سره د قوي اړیکې او د هغه د ذکر له لارې روښانه کول
الحمد لله، اللهم صلِّ على رسول الله – هر مسلمان په دې پوهېږي چې شیطان د انسان په کمین کې ناست دی. هغه غواړي انسان په فتنه کې واچوي، په زړه کې یې وسوسې واچوي، ګمراه یې کړي او هرې بدۍ ته یې وهڅوي، الله رب العالمين په قران كريم كي د شیطان نه حكايت كوي چه هغه ويلي دي: ﴿فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ۝ ثُمَّ لَآتِيَنَّهُمْ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ﴾
ترجمه : نو ستا په عزت قسم! زه به خامخا دوی ټول ګمراه کړم. بیا به زه دوی ته د دوی له مخې، له شا، له ښي اړخ او له چپ اړخ څخه ورشم، او ته به د دوی ډېری کسان شکر کوونکي ونه مومې.
بېشکه دغه ملعون خپل ځان زمونږ د ګمراه کولو او د الله سبحانه وتعالى له نېغې لارې څخه د انسان د منع کولو لپاره وقف کړی دی. د الله سبحانه وتعالى حکمت دا غوښتل چې دا دنیا د ازمېښت او امتحان ځای وي، او انسان د شیطان په وسیله هم وازمویل شي؛ ځکه شیطان د انسان نفس ځوروي، بدۍ ته یې ټېل وهي او د بېلابېلو مکرونو او چلونو له لارې هڅه کوي چې هغه ته زیان ورسوي.
نو نفس خپل خاوند (مالك- يعني په چا كي چي نفس موجود دي) د خواهشاتو، د دنیا د فتنو، شرك، بدعتونو او ګمراهیو د پیروۍ لپاره رابولي، تر څو د انسان او شیطان ترمنځ، او همدارنګه د انسان او د هغه د خپل نفس ترمنځ مبارزه روانه وي؛ ځکه نفس هغه له هرې لارې بدۍ ته رابولي.
نو څوك چې د شیطان اطاعت وکړي، ګمراه شو؛ او څوک چې د هغه نافرماني وکړي، د هغه چلونه وپېژني او له هغه څخه د ځان ساتلو هڅه وکړي، هغه هدایت موندونکی او پر نېغه لار روان دی، او د شیطان په وړاندې یې د ځان د ساتنې لپاره یوه پیاوړې کلا جوړه کړې ده.
هېڅ داسې کوچنۍ یا لویه ګناه نشته چې د شیطان له هڅونې او د نفس له هغې سره د میلان پرته رامنځته شي، او هېڅ داسې نېکي نشته مګر دا چې د الله سبحانه وتعالى له لوري وي او د هغه په توفیق ترسره کېږي.
رسول الله ﷺ وفرمایل: (مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا وُكِّلَ بِهِ قَرِينُهُ مِنَ الْمَلَائِكَةِ وَقَرِينُهُ مِنَ الْجِنِّ) ترجمه : له تاسو څخه هېڅوك داسې نشته، مګر دا چې له هغه سره یو ملګری ملائکه او یو ملګری جن مقرر شوی دی ) صحابه کرامو وویل: ( اې د الله رسوله! آیا له تاسو سره هم داسې دی؟) رسول الله ﷺ وفرمایل: (له ما سره هم، خو الله سبحانه وتعالى زما په وړاندې زما مرسته وکړه، نو هغه مسلمان شو) رواه مسلم.
یعنې د نبي ﷺ جنّي ملګری مسلمان شو، لکه څنګه چې د الله سبحانه وتعالى د حکمت له مخې له هر انسان سره یو کافر جنّي ملګری مقرر وي چې هغه ګمراه کوي، وسوسې ورته اچوي او د هغه په دین کې شکونه پیدا کوي، همدارنګه د الله سبحانه وتعالى د رحمت له مخې له هر انسان سره یو فرښته هم وي چې سمه لار ورښيي او خیر ته یې رهبري کوي.
اې ګرانو! مونږ باید دا خبره درك کړو چې شیطان د ابن آدم د ژوند په ټولو لارو کې کمین نیولی دی. هغه د اسلام، هجرت او جهاد په لاره کې هم د انسان په کمین کې ناست و، او د هرې نېکۍ په لاره کې هم ناست دی، تر څو انسان د ګمراهۍ لارې ته بوځي، هغه لارې ته چې خواهشات، شبهات، شکونه، وسوسې او په زړه کې راتلونکي بد فکرونه پکې دي.
همدارنګه شیطان هڅه کوي چې د مسلمانانو ترمنځ فساد او خپلمنځي جګړې رامنځته کړي. الله تعالی فرمایي: ﴿وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ﴾ ترجمه: او زما بندګانو ته ووایه چې هغه خبره وکړي چې تر ټولو غوره وي؛ بېشکه شیطان د دوی ترمنځ فساد اچوي.
نو اې زما وروره! هوښیار اوسه او له خپل دښمن څخه ځان وساته. مهمه خبره دا ده چې مونږ د شیطان چلونه او مکر وپېژنو ، خو تر دې لا مهمه دا ده چې هغه خپل دښمن وبولو، اطاعت یې ونه کړو، له دې څخه ځان وساتو چې هغه په خپلو چلونو مونږ وغولوي، بلکې مخالفت یې وکړو.
او له الله عزوجل سره ټینګه اړیکه وساتو، په ډېرې عاجزۍ او تکرار سره هغه ته رجوع وکړو او له هغه څخه د شیطان پناه وغواړو. الله سبحانه وتعالى ته متوجه شو، د هغه اطاعت په ټینګه اختیار کړو او ډېر استغفار، دعا او ذکر وکړو.
شیطان د الله ﷻ له ذکر څخه په بل هېڅ شي دومره نه شاته کېږي ، کله چې ته الله ﷻ یادوې، شیطان شاته کېږي، او کله چې ته غافل شې، هغه درته متوجه کېږي.
د الله سبحانه وتعالى هر هغه اطاعت چې مونږ یې په خپلو زړونو او غړو ترسره کوو، مونږ الله سبحانه وتعالى ته نږدې کوي او شیطان له مونږ څخه لرې کوي.
کله کله مونږ د شیطان له هغو دسیسو څخه غافل کېږو چې زمونږ پر وړاندې یې جوړوي، او کله زمونږ څخه یو کس وایي: ( زه په خپله اراده او خپل اختیار عمل کوم، په دې کې د شیطان څه لاس دی؟)
د دې خبرې ځواب دا دی: چې دا فکر او خبره د الله سبحانه وتعالى او د هغه د رسول ﷺ د وینا له حقیقت څخه د ډېرې ناپوهۍ څرګندونه کوي؛ ځکه دا یوه متفقه او څرګنده خبره ده چې شیطان د انسان دښمن دی، او شیطان د انسان په وجود کې د وینې په څېر ګرځي.
د شیطان له لوري د انسان د ځورولو او ګمراه کولو پیل د آدم علیه السلام او د هغه د مېرمنې حواء علیها السلام له پېښې سره وشو، کله چې شیطان دوی دواړو ته وسوسه واچوله او هغوی یې هغې ونې ته له نږدې کېدو او ترې له خوړلو سره مخ کړل چې الله سبحانه وتعالى ترې منع کړي وو.
شیطان مخکې له دې چې آدم علیه السلام ته سجده کولو ته له امر څخه سرغړونه وکړي، له ملائکو سره د عبادت کوونکو له ډلې څخه و؛ خو کله چې الله سبحانه وتعالى هغه ته آدم علیه السلام ته د سجدې کولو امر وکړ، هغه له سجدې کولو څخه انکار وکړ او تکبر یې وکړ، نو الله سبحانه وتعالى هغه وشاړه، پرې یې لعنت وکړ، له خپل رحمت څخه یې لرې کړ او پرې غضبناک شو.
له هغه وروسته شیطان خپل ځان د بني آدم د ګمراه کولو لپاره وقف کړ، الله سبحانه وتعالى فرمایي: ﴿الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَاءِ وَاللهُ يَعِدُكُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ وَفَضْلًا﴾ ترجمه :شیطان تاسو ته د بېوزلۍ او محتاجۍ وعده درکوي او د بې‌حیایۍ امر درته کوي، په داسې حال کې چې الله ﷻ له خپل لوري تاسو سره د مغفرت او فضل وعده کوي.

شاركنا بتعليق


2 × 4 =




بدون تعليقات حتى الآن.