د خلیفه عمر بن عبدالعزیز رحمه الله تعالى د زهد کیسې

الأثنين _12 _أكتوبر _2026AH admin
د خلیفه عمر بن عبدالعزیز رحمه الله تعالى د زهد کیسې

کیسې او عبرتونه:
مسلمه بن عبدالملك رحمه الله تعالى وایي: زه عمر بن عبدالعزیز رحمه الله تعالى ته ورغلم، ګورم چې کمیس یې خیرن و، ما د هغه له ښځې، چې زما خور وه ، څخه وغوښتل: دا کمیس ووینځئ. هغې وویل: هو، همداسې به وکړو. بیا چې زه دوهم ځل ورغلم، ګورم چې کمیس لا هماغسې و. ما ورته وویل: ولې مو کمیس ونه مینځه؟ هغې وویل: په الله قسم! له دې نه بغير بل کمیس نه لري.
اسماعیل بن عیاش رحمه الله تعالى له عمرو بن مهاجر رحمه الله تعالى څخه روایت کوي چې هغه وویل: د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله تعالى د هرې ورځې شخصي لګښت یوازې دوه درهمه و.
او سعید بن عامر الضبعي رحمه الله تعالى له عون بن المعتمر رحمه الله تعالى څخه روایت کوي چې عمر بن عبدالعزیز رحمه الله تعالى خپلې ښځي ته وویل: آیا له تا سره یو درهم شته چې په هغه انګور واخلم؟ هغې وویل: (نه) هغه وويل : ایا لږې پیسې هم درسره نشته؟ هغې وویل: نه. بیا یې ورته وویل: ته خو د مؤمنانو امیر یې، بیا هم د یوه درهم وس نه لرې!
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله وفرمایل: دا حالت په جهنم کې د پرتو ځنځیرونو د خلاصولو له هڅې څخه ډېر اسانه دی. ماخذ : سیر أعلام النبلاء، ( ۵/۱۳۴)

شاركنا بتعليق


2 × 2 =




بدون تعليقات حتى الآن.