د موحدینو او مشرکینو د قبرونو د زیارت ترمنځ توپیر ـ لومړۍ برخه
الأثنين _12 _أكتوبر _2026AH admin
سلوك او ایمانیات:
-د موحدینو د قبرونو د زیارت مقصد درې دي:
لومړۍ مقصد: د آخرت یادول، له قبرونو څخه عبرت او نصیحت اخیستل دي، نبي کریم ﷺ دې ته په اشارې سره فرمایلي دي : ( قبرونه زیارت كوئ، ځکه چې هغه تاسو ته آخرت درپه یادوي)
دویمه مقصد : له مړي سره نېکي کول دي، یعنې دومره اوږده موده ورسره اړیکه پرې نه شي چې هغه پرېښودل او هېر کړل شي. لکه څنګه چې یو ژوندی انسان که له چا سره د اوږدې مودې لپاره ملاقات ونه کړي، ورو ورو یې هېرولای شي؛ خو کله چې یې بیا لیدنه وشي، نو د هغه په راتګ خوشحاله او مسرور کېږي، مړی خو د دې خوشالي لا ډېر مستحق دی، ځکه هغه داسې نړۍ ته تللی چې هلته یې خپل اهل، عیال، خپلوان او پېژندګلوي ترې جدا شوي دي.
نو کله چې یو څوك د هغه قبر ته ورشي او د دعا، صدقې یا کومې بلې نېکۍ ثواب ورته د ډالۍ په توګه وړاندې کړي، نو هغه ته له دې امله خوښي او مسرت حاصلېږي، لکه ژوندی انسان چې د خپل لیدونکي او ډالۍ ورکوونکي په راتګ خوشحالېږي.
له همدې امله نبي کریم ﷺ د قبرونو د زیارت کوونکي لپاره دا مشروع کړي چې د قبرونو د خاوندانو لپاره د رحمت، مغفرت او عافیت دعا وکړي ، خو دا یې نه دي مشروع کړي چې له مړو څخه دعا وغواړي، او نه دا چې د هغوی په وسیله دعا وکړي، او نه دا چې د هغوی ترڅنګ لمونځ وکړي.
دریمه مقصد : زیارت کوونکی له خپل ځان سره نېکي وکړي، یعنې د سنتو پیروي وکړي او یوازې په هغو كارونو -چارو کې پاتې شي چې رسول الله ﷺ مشروع کړي دي، په دې توګه هغه له خپل ځان سره هم نېکي کوي او له هغه چا سره هم چې زیارت یې کوي.
ماخذ : إغاثة اللهفان في مصائد الشيطان، ۱/۳۹۲، د عطاءات العلم چاپ.






شاركنا بتعليق
بدون تعليقات حتى الآن.