ایمان پسرلی د خپلمنځي دښمنۍ لپاره نه دی

الأثنين _12 _أكتوبر _2026AH admin
ایمان پسرلی د خپلمنځي دښمنۍ لپاره نه دی

د مسلمانانو ترمنځ د خپلمنځي خپګان او اړیکو پرېکولو په وړاندې اسلامي نصیحتونه:
الحمد لله ، اللهم صل على رسول الله – ټولې ستاینې الله تعالی لره دي، اې الله! پر خپل رسول ﷺ درود او سلام نازل کړه .
د مسلمانانو ترمنځ، که هغه نږدې خپلوان وي او که نور خلك ، خپلمنځي خپګان، ناراضي، له یو بل څخه مخ اړول او اړیکې پرېکول په حقیقت کې د شیطان له کارونو څخه دي:
شیطان د انسان نفس خپل ځان پسې راکاږي، هغه اړیکو پرېکولو ته هڅوي او وړې تېروتنې ورته لویې ښيي، بیا په زړونو کې وسوسې اچوي، تر دې چې وړې وړې تېروتنې لویې شي او په دښمنۍ، اړیکو پرېکولو او خپلمنځي لرېوالي بدلې شي ، دا ټول د شیطان له چلونو څخه دي. که مونږ د هغه نافرماني کړې وای، او د هغه له مکر او فریب څخه مو ځان ساتلی وای، نو دا حالت به نه رامنځته کېده. زما وروره! زه درته څو نصیحتونه کوم:
لومړی نصیحت: په دې مسئله کې خپل ځان قاضي مه ګرځوه، داسې مه وایه: ( زه په تېروتنه کې نه یم) او خپل ځان بې‌ګناه مه ګڼئ، بلکې خپله مسئله د داسې باوري او د اعتماد وړ کس مخې ته وړاندې کړه چې پرې باور لرې ، او دا مسئله د خپلې خوښې او شخصي نظر په تله مه تلوه، او نه د کوم ناپوه یا له اړیکو پرېکوونکي کس ړوند تقلید کو، بلکې د شریعت تله معیار وګرځوه او حکم له هماغې څخه معلوم کړه.
دویم نصیحت: که درته څرګنده هم شي چې مقابل لوری په تېروتنه کې دی، بیا هم ستا له لوري د خپل مسلمان ورور په حق کې د څه ډول کوتاهي امکان شته ، ځکه هر مسلمان پر خپل مسلمان ورور دا حق لري چې اړیکه ورسره وساتي، مینه او خیرخواهي ورسره وکړي او د هغه د خوشحالولو هڅه وکړي.
دریم نصیحت: د خپل مخالف لوري کور ته یا هغه ته په خپله د ورتلو لپاره مخکې شه، او د هغه د زړه خیال وساته او د هغه د مینې ترلاسه کولو هڅه وکړه، که څه هم تېروتنه د هغه له طرفه شوې وي. نبي کریم ﷺ فرمایلي دي: ( تاسو کې هېڅوك تر هغه پوره مؤمن کېدای نه شي، څو چې د خپل مسلمان ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي)
او رسول الله ﷺ فرمایلي دي: ( په دغو دواړو کسانو کې غوره هغه دی چې په سلام کې لومړی شي)
څلورم نصیحت: شیطان به تا پرې نږدي ، هغه به ستا په زړه کې دا خبره واچوي: (کله چې ستا ملګري له تا سره بد چلند کړی او پر تا یې تېروتنه کړې ده، نو ته ولې ورشې او د هغه د راضي کولو هڅه وکړې؟ ته خو هغه ته هېڅ اړتیا نه لرې)
دا وسوسه سمدستي رد کړه او د شیطان د حکم پر خلاف عمل وکړه، ځکه هغه څوك چې هغه کس ته ورځي چې پر ده یې ظلم کړی وي، دا د هغه د تواضع، ځواك، پر ځان د باور او د الله سبحانه وتعالی د رضا د غوښتلو نښه ده، هغه د صبر او اجر په نیت له خپل نفس او شیطان سره مبارزه کوي.
پنځم نصیحت : له دې خبرې ځان وساته چې ووایې: )څوك چې بې‌ګناه وي، باید بښنه و نه غواړي) سمه خبره دا ده : چې یو رښتینی، مخلص او انصاف کوونکی انسان له خپل مسلمان ورور څخه بښنه غواړي، که څه هم دی خپله بې‌ګناه وي. هغه د دې لپاره بښنه غواړي چې کېدای شي د ده د کومې خبرې له امله یې ورور خپه شوی وي، د لومړني اړیکو پرېکولو له امله بښنه غواړي، او که ترې په ناپامۍ کې کومه تېروتنه شوې وي، د هغې له امله هم بښنه غواړي.
شپږم نصیحت: کله چې له خپل مسلمان ورور سره روغه جوړه وکړې، بیا د اړیکو پرېکولو او ناراضي سبب مه راژوندی كوه، بلکې بښنه وکړه، موسکی شه او د هغه له تېروتنې تېر شه. که هغه د دې موضوع په اړه له تا سره خبرې وکړي، په نرمه ژبه ورته ووایه:
(ما د خپلې پوهې او درك له مخې هڅه کړې وه، او دا زما نظر و، که له ما څخه تېروتنه شوې وي، ما وبښه، او که له ما څخه تېروتنه نه وي شوې، بیا هم ما ته وبښلي ، او څه چې مخکې تېر شوي، الله دې هغه وبښي، الله سبحانه وتعالی فرمایي:﴿وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ﴾
ترجمه : هغوی دې عفوه وکړي او له خپلو تېروتنو دې تېر شي؛ ایا تاسو دا نه خوښوئ چې الله تعالی تاسو وبښي؟)او ته هم د حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه په شان ووایه:
(ولې نه ! په الله قسم، مونږ دا خوښوو چې الله ﷻ مونږ وبښي).

شاركنا بتعليق


16 + 12 =




بدون تعليقات حتى الآن.